د ۲۰۱۹ کرکټ جام پایلوبې لوبڅار: تیروتنه رانه شوې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

کومار درمسینا چې سریلانکايي لوبڅار دی او د لوبلړیو ترڅنګ په نړیوالو جامونوکې هم لوبڅاري کوي، سږ کال د ۲۰۱۹ م کال په نیمه پایلوبو او پایلوبه کې لوبڅار و.
هغه په دوهمه نیمه پایلوبه کې چې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د جولای په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه، لوبڅار و.
په هغې لوبه کې د انګلستان چټک اوپنر توپ وهونکی جېسن رای خورا ښه روان و، په ۸۵ منډو لوبېده او غوښتل یې چې په مهمه لوبه کې سلیزه جوړه کړي.
رای په ۶۵ توپونو ۸۵ منډې جوړې کړې وې، چې ۵ شپږیزې او ۹ څلوریزې یې وهلې وې؛ خو د درماسینا ناسمې پرېکړې هغه له لوبغالي بهر کړ.
توپ د اسټرالیایي بالر له خوا ترسره شو، دا توپ شارټ پیچ و او په لېګ سټم وایډ توپ و، رای پرې د شاټ وهلو هڅه وکړه، خو توپ په بېټ ونه لګېد، د بالر له اپیل سره کوما درماسینا د اوټ ګوته پورته کړه، دا مهال د انګلستان ریوو نه وه پاتې، او جېسن رای لوبڅار ته وویل، چې توپ وایډ دی او تا اوټ کړم؟
دا مهال جېسن رای له لوبڅار سره لفظي شخړه هم وکړه، چې بیا وروسته رای جریمه هم شو.
دلته د لوبڅار ناسمې پرېکړې د جېسن رای سلیزه په اوبو لاهو کړه.
ورپسې د جولای په ۱۴ مه نېټه په پایلوبه کې درمسینا د نیوزیلېنډ او انګلستان د اتلولۍ په لوبه کې لوبڅار و، په یو اوور کې ۱۶ منډې پاتې وې، ټرېنټ بولټ توپ اچونه کوله او بېن سټوکس د وروستي اوور لپاره په سټرایک و.
سټوکس په دریم توپ شپږیزه ووهله، په ۳ توپونو ۹ منډې پاتې وې، بولټ څلورم توپ ترسره کړ، د مېډ وېکټ په لور ولوبېد او هلته ګوپټېل توپ له نیولو وروسته وېکټ ساتونکي ته راګوزار کړ، توپ د بېن سټوکس په بېټ ولګېد او له ترډ مېن پولې سره ټچ شو.
دا مهال لوبڅار درمسینا شپږیزه ورکړه، د کرکټ مبصرین او نړیوال کرکټ ماهرین وایي توپ هغه وخت شپږیزه حسابېږي، کله چې په بېټ ولګېږي او له پولې په هوا واوړي، که ځمکي ځي بیا به د رنېنګ منډو په ملتیا پنځه ږیزه ورکول کېږي.
درمسینا وایي دا منم چې تېروتنه شوې، هغه اعتراف کوي ما له لېګ لوبڅار ماریاس ایراسموس سره مشوره وکړه، هغه راته وویل، چې شپږیزه ده، دی زیاتوي د مشورې ټول غږیز ثبوت شته.

اوس کومار ویلي چې دی هیڅکله خپله پرېکړه نه اخلي او پرېکړه شوې ده.
د درمسینا په وېنا دا د خلکو لپاره اسانه ده، چې له رېپلای وروسته پرېکړه وکړي؛ خو مونږ په لوبغالي کې سملاسي رېپلای نه لرو، نو هلته پرېکړه سخته وي، دی وایي زه منم چې منصفانه پرېکړه نه ده شوې؛ خو خپله پرېکړه ځکه نه اخلم، چې په مشوره پرېکړه شوې او اوس جام پای ته رسېدلی.
که شپږ منډې نه وې ورکړل شوې، د نړیوال جام ګټلو چانس د نیوزیلېنډ زیاتېده؛ ځکه د انګلستان یوه یوه منډه هم کمېده، په ۲ توپونو ۴ منډې پاتې کېدې او هم عادل رشید په سټرایک راته؛ خو لوبڅار نه یواځې دا چې یوه منډه یې زیاته ورکړه، بلکې بېن سټوکس یې هم په سټرایک پرېښود او همدا دوه تېروتنې وې، چې کین ویلیمسن یې له خپلو ټولو هېوادوالو سره د اتلولۍ د بایللو له امله نهیلي کړ.