آې پي ایل کې د راشدخان دې روزونکی بدل شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د هندوستان په سوداګریزو سیالیوکې د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې پخوانی مشر روزونکی ټام مودي له مشرۍ لرې شو او پر ځای بایلېس مشر روزونکی شو.
ټام مودي د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی او د اوسنیو لوبو مبصر یا کمېنټېټر دی، هغه له تېرو اوو کلونو راهیسې د حېدراباد لوبډلې روزونکی و.
بل پلو ټرېوور بایلېس هم د اسټرالیا پخوانی فرسټ کلاس سیالیو لوبغاړی و او اوس وخت کې د انګلستانۍ لوبډلې روزونکی دی.
د نوموړي تر روزنې لاندې د انګلستان لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال ۵۰ اوریز جام اتلولي یوړه.
حېدراباد لوبډلې هم غوره وګڼله چې د اتلې لوبډلې روزونکی په راروان پړاو آې پي ایل کې خپل روزونکی کړي.
ټریور اوس ۵۶ کاله عمر لري او د انګلستانۍ لوبډلې برحاله روزونکی دی.
ټام مودي بیا ۵۳ کاله عمر لري او د نوې دندې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۸ مه نېټه د حېدراباد لوبډلې رهبریت اعلان وکړ، چې د ټام مودي پر ځای یې اسټرالیايي ټرېوور بایلېس روزونکی ټاکلی دی.
ټام مودي د ۲۰۱۳ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې د حېدراباد لوبډلې روزونکی پاتې شوی و، د ده په روزنه کې ۲۰۱۶ م کال کې حېدراباد د آې پي ایل اتلولي یوړه.
د ده په روزنه کې محمدنبي او راشدخان په ۲۰۱۸ م کال کې له حېدراباد لوبډلې سره یو ځای شول.
بل پلو بېلېس ویلي؛ دی به د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د اشېز ټېسټ سیالیو څخه وروسته د انګلستان له روزنې لاس پر سر شي.
BAYLISS.PNG
بایلېس د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د سېډني سېکسرزلوبډلې روزونکی و او هغه لوبډله یې هم یو ځل د بېګ باش لیګ تر اتلولۍ رسولې وه.
۲۰۱۲ م کال کې ټریوور بایلېس د آې پي ایل لیګ په جریان کې د کلکتې لوبډلې روزونکی و او هغې لوبډلې هم په ۲۰۱۲ م کال کې د ده تر روزنې لاندې اتلولي یوړه.
بایلېس په ۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د سریلانکايي لوبډلې روزونکی و؛ خو سریلانکا ته بیا پایلوبه کې هندوستان ماته ورکړه او اتلولي د هندوستان شوه.
اوس حېدراباد لوبډلې هم د هغه ځواکمنې روزونې ته کتلي او د هغه د بخت پر اساس یې هغه خپل روزونکی اعلان کړ.
ګورو چې د هغه بخت د حېدراباد لپاره ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل کې څومره رابېدارېږي او اتلولي وړی شي کنه.