د انګلستان بلاسټ سیالۍ د مجیب الرحمن دې په لوبه پېلېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

بلاسټ سیالۍ چې نن د جولای په ۱۸ مه نېټه پېلېدونکي دي، لومړۍ لوبه د مېډل سېکس او اې سېکس لوبډلو ترمنځ پېلېږي.
دواړه لوبډلې په جنوبي ګروپ کې لوبېږي.
دا لوبه د افغانستان پر وخت مازیګر ۶ نیمې بجې پېلېږي او لوبه هم په لارډز لوبغالي کې کېږي.
دا د دې سیالیو دریم پړاو دی، چې په شل اوریز ډول ترسره کېږي.
۲۰۱۷ کال کې د دې سیالیو اتلولي نټېنګ همشایر لوبډلې ګټلې وه او ۲۰۱۸ م کال کې بیا اتلولي د وارسېسټرشایر رپېډ لوبډلې ګټلې وه.
په بلاسټ سیالیو کې ټولې ۱۸ لوبډلې لوبېږي، چې له افغانستان څخه پکې تېر کال محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین لوبېدلي وو.
راشدخان په سسېکس لوبډله کې ولوبېد، محمد نبي عیسی خېل له لېسېسټر شایر لوبډلې سره ولوبېد، مجیب الرحمن له همپشایر لوبډلې سره لوبېدلی و او ظاهرخان بیا له لېنکاشایر لوبډلې سره لوبېدلی و.
blast t20.PNG
وېټلېټي بلاسټ سیالیوکې د نیمه پایلوبو او پایلوبې په ګډون ټولې ۱۳۳ لوبې کېږي او شا او خوا ۵۲ ورځې دوام کوي.
۱۸ لوبډلې په ۲ ګروپونو شمالي او سویلي وېشل کېږي او له دواړو ګروپونو بیا یوه، یوه لوبډله پایلوبې ته ځي.
دا سیالۍ نن د جولای په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او د سپټمبر تر ۲۲ مې نېټې پورې دوام کوي.
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان به دې لوبوکې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ولاړ شي.