د هندوستان ویکټ ساتونکی هېټر توپ وهونکی ایم ایس ډوني چې به نړیوال جام کې ولوبېد او ډېره پورې اوازې وې، چې هغه به استعفا وکړي؛ خو لا یې هم استعفا نه ده کړې.
د هندي رسنیو راپورونه وایي د ډوني پرځای لومړنی انتخاب رېشاب پنټ دی.
د هندوستان کرکټ بورډ ویلي د ۳۸ کلن ایم ایس ډوني کارکرده ګي د نړیوال جام پر مهال مثبته نه وه او وخت دی، چې هغه نور له پامه وغورځول شي.
اوس د هندوستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پرېکړه کړې چې ډوني د ویسټ انډیز خلاف د اته لوبو لوبلړۍ ته وانخلي او پر ځای یې ویکټ ساتونکی کیڼ لاسی توپ وهونکی رېشاب پنټ واخلي.
د ویسټ انډيز پر وړاندې د هندوستانۍ لوبډلې نوملړ ښایي د جولای په ۱۹ مه نېټه د جمعې په ورځ اعلان شي.
هندوستانیان وایي د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د ایم ایس ډوني نیمه سلیزه بس نه وه او دی ونه توانېده، چې هند پایلوبې ته ورسوي.
له نوملړ څخه د ډوني د لرې کولو خبرې په داسې حال کې کېږي، چې نوموړی لا هم د ویسټ انډيز سفر ته د اخېستو په تمه دی.
هغه همدغه سفر ته د تګ په پار استعفا ځنډولې، بل پلو ویسټ انډيزي کرېس ګېل هم خپله استعفا د هندوستان سیریز ته ځنډولې او غواړي چې د هندوستان خلاف لوبلړۍ کې ولوبېږي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، د ډوني رول به له دې اخوا کیڼ لاسی توپ وهونکی رېشاب پنټ لوبوي.
د هندوستان د کرکټ مسئولینو ویلي، چې ډوني به ویسټ انډيز ته سفر نه کوي ، هغه به یواځې ۱۵ کسیز نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړي په توګه وي او په ۱۱ کسیز سکواډ کې به نه وي.
ډوني به تقاعد شي؛ خو ولې یې خلک په بېړه استعفا غواړي؟
د هندوستان کرکټ بورډ وایي د زړو لوبغاړو پر ځای باید نوې او ځوانې هستۍ لوبډلې ته راشي.
رېشاب پنټ په ۲۰۱۸ م کال کې د ویسټ انډيز خلاف د هندوستان ملي لوبډلې سره یوځای شو او په نړیوال جام کې د شېکر دوان له ټپي کېدو وروسته لوبډله کې ورداخل کړل شو.
له دې وروسته د هندوستان بل ټاپ ارډر توپ وهونکي امبټي ریوډو د انتقاد په پار له کرکټ څخه استعفا وکړه، د هغه تمه وه چې نړیوال جام کې ولوبېږي؛ خو داسې ونه شول.
د هندوستان کرکټ بورډ د ډوني په استعفا کې ځکه بېړه کوي، چې د هغه کارکرده ګي خرابه نه شي او شاته تګ ونه کړي.
له رېشاب پنټ سره په توپ وهنه او وېکټ ساتنه کې یو بل سیالي کوونکی هم شته او هغه دېنېش کارتېک دی، چې په خپل وجود کولای شي، په لوبډله کې د پنټ شتون وننګوي
د هندوستان او ویسټ لوبلړۍ
هندوستان او ویسټ انډيز د ویسټ انډیز په کوربتوب ۸ لوبې لري، چې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ دي.
دا سیریز د راروانې اګسټ میاشت په دریمه نېټه یعنې ۱۶ ورځې وروسته پېلېږي او د سپټمبر په دریمه نېټه پای ته رسېږي.
هندۍ لوبډله به کابو یوه میاشت په ویسټ انډيز کې وي؛ له هغې وروسته بیا ویسټ انډيزۍ لوبډله هند ته د لوبلړۍ لپاره راځي.