راپور: صابر حمیدي
د کندهار په پنجوايي والسوالۍ کي د پیوند مدني ټولني لخوا د اختر په پنځمه د سوولي په نوم د کرکیټ سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون سې شنبه د پامیر هلال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.
د کندهار پیوند مدني ټولني د ورزشي څانګي مسئول زمري اکبري یاران ته وویل، چي د پامیر هلال لوبډلي سره ددې سیالیو پایلوبي ته ژړۍ سټار لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي په پایلوبه کي پامیر هلال ـ ژړۍ سټار ته ماته ورکړه او ددې سیالیو اتلولي ئې خپله کړه.
د اکبري په خبره، چي ددې سیالیو په ختم کښي د لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو ترڅنګ د ټورنمنټ غوره توپوهونکي، غوره توپ اچونکي، غوره الراونډر، هیټریک وهونکي او لوبڅارانو ته بیلابیلي جایزې ورکړل سوې.
د یاد مسئول په خبره، چي ددې سیالیو څخه ئې موخه په محلي سطحه کرکیټ ته وده، د سولي او یووالي لپاره کار کول، ځوانان د نشو او بې ځایه کارونو څخه راګرځول او د مینوالو او لوبغاړو ترمنځ اړیکي قوي کول وه.
ددې سیالو پایلوبي ته ګڼ شمېر مینوال راغلي وه.
د کرکیټ په دې سیالیو کي د کندهار ښار، ولسوالیو او بیلابیلو کلیو څخه ۲۴ لوبډلو ګډون کړی وو.
په دې سیالیو کي لوبېدونکو لوبغاړو د کرکیټ پر دې ډول سیالیو خوښي وښوده او له مسئولینو څخه ئې ددې سیالیو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه.