د لوبڅار تېروتنې له نیوزیلېنډ نړیوال جام واخېست

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د نړیوال جام پایلوبه د جولای په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ لارډز لوبغالي کې وشوه؛ نیوزیلېنډ ۲۴۲ منډې هدف وړاندې کړ.
انګلستان هم د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره منډې ایله مساوي کړې، په دې منډو کې بېن سټوکس ۸۴ منډې وکړې.
هسې خو هم په نړیوال جام کې لوبڅارانو سترې تېروتنې وکړې، د ځېنو اوټ لوبغاړو اوټ نه ورکول او د ځېنو هغو لوبغاړو د اوټ پرېکړه کول، چې اوټ نه وو، سترې تېروتنې وې.
خو د سریلانکایي لوبڅار کومار درمسینا سترې تېروتنې د نیوزیلېنډ اتلولي انګلستان ته ورډالۍ کړه.
د پنځوسم اوور څلورم توپ ټرېنټ بولټ ترسره کړ؛ بېن سټوکس شاټ د مېډ وېکټ پر لور وواهه؛ هلته فیلډر ګوپټېل ولاړ و، ګوپټېل ترو وکړه، له کیپېنګ وېکټ سره د بېن سټوکس په بېټ توپ ولګېد او بونډري ته ولاړ.
توپ له بونډري سره ولګېد او لوبڅار د دوو رننېنګ منډو په ملتیا شپږیزه ورکړه.
دا مهال لوبڅار باید پنځه منډې ورکړې وای او د انګلستان په حساب کې یې ورجمع کړې وای.

دلته یوه منډه زیاته ورکړل شوه او هم سټرایک بېن سټوکس ته ورکړل شو؛ چې دا مهال پنځه منډو سره سټرایک یا ګوزار د بېن سټوکس نه کېده، ځکه طاق منډو راتګ سره سټرایک مقابل توپ وهونکی اخلي.
نو لوبڅار دلته یوه منډه زیاته ورکړه او دا یې انګلستان ته پوره چانس ورکړ، چې اتلولي یوسي.
که په سټرایک مارک ووډ ولاړ وای، په دوه توپونو بیا څلوریزه پاتې کېده او د مارک ووډ د اوټ کېدو امکان ډېر زیات و.
دا مهال اخري وېکټ وه، که وېکټ لوېدلې وه؛ نو لوبه د نیوزیلېنډ وه او که په وروستي توپ درې منډې پاتې وای بیا هم لوبه د نیوزیلېنډ په لاس کې وه؛ اوس ټولو نړیوالو د لوبڅار په ناسمه پرېکړه انتقادونه کړي دي او اتلولي یې د نیوزیلېنډ بللې ده.
خو اوس چې هرڅه شوي نو انګلستان ته د تېروتنو له امله اتلولي ورکړل شوه او لوبڅار که جریمه هم شي؛ خو د نیوزیلېنډ د ۴۴ کلونو خواري او چانس یې په اوبو لاهو کړ.