مجیب الرحمن په بلاسټ سیالیوکې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ولاړ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

افغان ۱۸ کلن ځوان او اف برېک ځیرک بالر د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ولاړ او له خپلې لوبډلې مېډل سېکس سره یو ځای شوی.
دا د ویټلېټي بلاسټ سیالیو دوهم شل اوریز پړاو دی، په تېر پړاو کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، ظاهرخان او مجیب الرحمن لوبېدلي وو.
د مېډل سېکس نوي روزونکي سټورټ لا ویلي، چې ۱۷ کلن افغان سپېن بالر له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېږي، سټورټ لا ویلي هغه په تېر پړاو بېګ باش لیګ کې ۱۲ وېکټې اخېستې وې او اوس به بلاسټ سیالیوکې هم وځلېږي.
مجیب الرحمن تېر کال په همپشایر لوبډله کې لوبېدلې و.
مجیب الرحمن په بېګ سیالیوکې سیالیو کې د ۱۶ منډو په ورکولو سره په یوه پاڼۍ کې درې وېکټې اخېستې وې او همدا یې غوره توپ اچونه وه.
مجیب الرحمن د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې ۵۴ وېکټې اخېستي، د کرېک انفو وېب پاڼه وایي، مجیب په ۱۶ کلنۍ کې د افغانستان لپاره پیل کړی او تېر کال جنوري میاشت کې د کرکټ په تاریخ کې هغه لومړی کشر بالر و، چې پنځه وېکټې یې د زِمبابوې خلاف لوبه کې واخېستې.
mmmmu.jpg
د مجیب د شل اوریزو لوبو ایکانومي ۵ اعشاریه صفر ۷ ده او همدا علت دی، چې لیګونوکې خورا ښه پېرل کېږي.
سټورټ لا ویلي؛ مجیب هم خوښ دی، چې بلاسټ سیالیو کې لوبېږي.
د وېټلېټي سوداګریزو سیالیو مسئولینو ویلي، مجیب الرحمن به سږ کال د ټولو لوبو لپاره موجود وي.
مجیب الرحمن ویلي زه ډېر خوشحاله یم، چې له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېږم.
ویټلېټي بلاسټ سیالیو کې اتلس انګلستانۍ لوبډلې شاملې وي، چې د نړۍ له ګوټ، کوټ څخه پکې مشهور لوبغاړي اخېستل کېږي او د پېسو په بدل کې لوبېږي.
وېټلېټي بلاسټ سیالۍ هر کال د جولای او سپټمبر په میاشتو کې ترسره کېږي.