د هندي سینما فلم ستورو پوجا بترا او نواب شاه په پټه واده کړی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

په هندي سینما کې د تیرو څو کلونو راهیسې د ودونو بازار ښه ګرم دی او زیات فلمي ستوري د ښځينه فلمي ستورو سره د واده په اړیکه وتړل شوې، په دغه جریان ځينې داسې فلمي ستوري هم وه چې پټ ودونه یې وکړه.
پټ ودونه په دې معنی چې له رسنیو، فلم مینوالو او خلکو یې پټ د واده مراسم تر سره کړي وي.
د فلم مشهورې ستورې نیها دهوپيا وروسته دا ځل فلم لوبغاړې پوجا بترا هم خپل واده پټ کړ او وروسته د خلکو په خبرولو سره یې ډېر خلک حیران کړل.
ډان نیوز د هندوستان ټآئمز په حواله لیکلي، چې پوجا بترا د بل فلم ستوري نواب شاه سره یوه اوونۍ وړاندې پټ واده کړی چې وروسته یې بیا په خپل انسټاګرام اکونټ باندې د خپل واده انځورونه خپاره کړي.
که څه په هغه ویډیو کې چې دغې فلم ستورې خپره کړې د نوموړې اداکارې او د خاوند څهرې یې نه ښکاري خو بیا هم مینوالو یې د ویډیو په لیدلو سره ورته د مبارکیانو ورکول شروع کړي.
هندوستان ټایمز په خپل رپوټ کې د یوې بلې خپرونې په حواله لیکلي چې پوجا بترا او نوابشه یوه اوونۍ وړاندې واده کړی او ډېر ژر به دواړه خپل واده په قانوني ډول سره رجسټر کړي.
د رپوټ له مخې دواړو خپل واده د هندو رسم و رواج په اساس کړی او ممکن د واده له رجسټر کولو وروسته به د ملګرو لپاره یوه میله هم جوړه کړي.
د یادولو ده ۴۲ کلنې فلم لوبغاړې بترا د دویم واده دی، نوموړې خپل لومړی واده په کال ۲۰۰۲ کال کې کړی وه چې بیا یې په ۲۰۱۱ کال کې طلاق واخیسته.
د لومړي واده وروسته د فلم دغې ستورې پوجا بترا نوم د ډېرو اداکارانو سره یاد شو، خو دوه کاله مخکې یې اړیکې د فلم لوبغاړي نواب شاه سره ښکاره شوې او څو ځلې سره یوځای هم لېدل شوي وه.
پوجا بترا په ۱۹۹۳ کال کې د ښکلا نړیوال لقب هم واخیسته او د تامل، تیلګو او هندي فلمونو په ګډون یې په ډېرو نورو ژبو فلمونو کې هم کار کړی.
بترا.jpg
پوجا بترا په ۱۹۹۵ کال کې د خپل لوبیز ژوند پيل کړی او تر اوسه یې تقریبا په درې درجنه فلمونو کې کار کړی چې مشهور فلمونه یې: بهائي، سازش، حسینه مان جائی ګي، کهی پيار نه هوجائي، دل ني پهر یاد کیا، فرض، جوړي نمبر ون، نائک او اي بي سي ډي۲ دي.
او خاوند یې نواب شاه په ۲۰۰۰ کال کې د راجا کو راني سي پيا هوګیا فلم څخه خپل لوبیز ژوند پيل کړی.
او تر اوسه یې هندي، تلګو او تامل په شمول د نورو ژبو په تقریبا دوه درجنه فلمونو او ډرامو کې کار کړی.
د نواب شاه په مشهورو فلمونو کې مسافر، ډان ټو، بهاګ ملکها بهاګ، هم شکل، دلوالي او ټائیګر زنده هی شامل دي.