اسټرالیا په دولس پړاوونو نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو کې اته ځلې تر نیمه پایلوبو رسېدلې وه، چې تر دې دمه یې په ۷ نیمه پایلوبو کې هیڅ ماته نه وه خوړلې، اووه ځلې له نیمه پایلوبو، بریالۍ پایلوبو ته وتلې وه.
خو د جولای په ۱۱ مه نېټه پرون د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په دوهمه نیمه پایلوبه کې ناکامه شوه او پایلوبې ته د تګ ارمان یې ځان سره اسټرالیا ته یووړ.
اتم ځل نیمه پایلوبه کې د انګلستان له خوا اسټرالیا نهیلي کړای شوه او د نیمه پایلوبو ګټلو د تاریخ پاڼه یې انګلستان ور پرې کړه.
اسټرالیایي لوبډله چې له اووه ځلې نیمه پایلوبو پایلوبې ته تللې وه؛ نو پنځه ځلې یې اتلولۍ هم ګټلې وې.
۱۹۸۷ کال، ۱۹۹۹ کال، ۲۰۰۳ کال، ۲۰۰۷ کال او ۲۰۱۵ م کلونوکې اسټرالیا اوږده او سخت مزلونه کړي وو او اتلولۍ یې اخېستې وې؛ ۲۰۱۹ م کال کې یې هم خورا د ستایلو وړ پیل وکړ، دې لوبډلې لومړۍ بریا د افغانستان خلاف خپله کړه، دوهمه لوبه یې له ویسټ انډيز څخه وګټله، دریمه لوبه یې پاکستان څخه وګټله؛ خو له دې یې وړاندې لوبه هند ته بایللې وه، د نړیوال جام څلورمه بریا یې د سریلانکا خلاف واخېسته، پنځمه لوبه یې له بنګله دېش څخه وګټله، شپږمه لوبه کې یې انګلستان نهیلی کړ او خپله اوومه بریا یې د نیوزیلېنډ خلاف ترلاسه کړه.
خو انګلستان ترې د خپلې بایللې لوبې غچ په یوه مهمه لوبه کې واخېست او د اسټرالیا د نیمه پایلوبوګټلو خوبونو مثبت تعبیر ته یې د پای ټکی کېښود.