ویرات کولي چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی، وخت نا وخت د پخواني بریالي لوبډلمشر ایم ایس ډوني په اړه خبرې کوي.
هغه یو ځل د ۲۰۱۹ م کال په سرکې د ډوني د تقاعد په اړه څرګندونې کړې وې، اوس یې یو ځل بیا د ډوني د استعفا په اړه خبرې کړي دي.
د ټایمز ناو په نامه هندۍ پر لیکه یا انلاین وېب پاڼه د ویرات کولي له قوله وایي؛ مونږ نه پوهېږو چې ډوني کله استعفا وړاندې کوي، هغه په دې اړه غلې دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ په مانچېسټر ښار کې رسنیو ته دا خبرې کړي دي.
کولي ویلي ډوني د خپل تصمیم په اړه هیڅوک نه خبروي، مونږ انتظار یو چې هغه به کله خپل بوټان له پښو وباسي او راځوړندوي به یې.
دا خبرې ویرات کولي په داسې حال کې کوي، چې دوی په یوه مهمه لوبه کې له نیوزیلېنډ څخه په ۱۸ منډو ماته وخوړه او له نړیوال جام څخه بهرشول.
هندوستان د دریم ځل نړیوال جام ګټلو لپاره خوبونه لیدل، خو د خوب تعبیر یې د نیوزیلېنډ له لاسه اپوټه شو.
ډېری کرکټ مینوالو هم دا فکر کاوه، چې هند به سږ کال اتلولي وړي.
وېب پاڼې هم په ډوني انتقاد کړی او لیکلي، ډوني په مهمه لوبه کې درسته لوبه نندارې ته وړاندې نه شوای کړی، وېب پاڼه وايي ده په ۷۲ توپونو پنځوس منډې جوړې کړې او د ګوپټېل له خوا په ډایرېکټ هېټ رن اوټ شو.
وېب پاڼه زیاتوي هغه ته د یو فېنېشر یا د لوبې په بریا د پای ته رسوونکي رول ورکړل شوی دی، خو هغه دا رول په درست ډول ترسره نه کړ، بلکې له ده دا رول الراونډر رویندرا جدیجا ښه ادا کړ.
وېب پاڼه کاږي په ۲۰۰۴ م کال کې د ډېسمبر په ۲۳ مه نېټه ډوني د بنګلادېش خلاف هم په ورته ډول رن اوټ شوی و .
ایم ایس ډوني د جولای په ۷ مه نېټه ۳۸ کلن شو.
بل پلو ویرات کولي د نیوزیلېنډ خلاف لوبه کې یوه منډه وکړه او د بولټ له خوا ایل بي ډبلیو شو، ویرات کولي خپل ځان ته د ملامتیا ګوته نه ده نیولې او په غېر مستقیم ډول یې پړه په ایم ایس ډوني اچولې ده.