د سریلانکا او هندوستان نړیوالو جامونو لوبې؛ چا ډېرې ګټلي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

سریلانکا او هندوستان په نړیوالو جامونو کې اته ځلې مخ شوي دي، له ۱۹۷۹ م کال څخه تر ۲۰۱۵ م کال پورې ۸ ځلې نړیوالو پنځوس اوریزو جامونوکې مخ شوي، سریلانکا چې په تېرکې سېنت جایاسوریا او مورالي تارن درلودل؛ نو لوبډله یې خورا ځواک کې وه، په ۱۹۹۶ م کال کې یې نړیوال جام وګاټه.
۱۹۷۹ کال نړیوال جام کې د جون په ۱۶ مه نېټه دواړه لوبډلې د لومړي ځل لپاره سره مخ شوې، سریلانکا؛ هندوستان ته په ۶۰ اورونوکې ۲۳۸ منډې هدف ورکړ.
هندوستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۱ منډې وکړې او لوبه ترې سریلانکا په ۴۷ منډو وګټله.
۱۹۹۲ م کال د فبروري ۲۸ مه نېټه دواړه لوبډلې د نړیوال جام په یوه لوبه کې سره مخ شوې؛ خو دروند باران لوبه ځنډولې وه، کله چې باران ودرېد نو شل اورونوته لوبه راښکته شوه، د لوبغالي د وچولو لپاره د هیلي کوپټر څخه کار واخېستل شو، دوی وغوښتل چې د چورلکې د پکیو په شمال سره لوبغالی وچ کړي؛ خو نتیجه یې ورنه کړه او لوبه بې پایلې شوه.
۱۹۹۶ م کال او د مارچ دوهم نېټه؛ دا مهال د هند لوبډلې ته پیاوړی توپ وهونکی سچېن ټېنډولکر هم راغلی و، هندوستان سریلانکا ته د سچېن ټېنډولکر د نیمه سلیزې او د لوبډلمشر محمد اظهرالدین د ۷۲ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۷۱ منډې هدف ورکړ او درې لوبغاړي یې وسوځېدل.
سریلانکا دا هدف د جایاسوریا، ارجونا راناټونګا او حشن ټېلاکرټنی د ښې توپ وهنې په مرسته په څلورو وېکټو پوره کړ او هند ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
۱۹۹۶ م کال نړیوال جام نیمه پایلوبه او د هندوستان او سریلانکا مقابله؛ د مارچ په ۱۳ مه نېټه
سریلانکا، هندوستان ته ۲۵۱ منډې هدف ورکړ او اته لوبغاړي يې وسوځېدل.
هندوستان لپاره ټېنډولکر او سنجی منجریکر ۹۱ منډې ملګرتیا وکړه؛ خو د هندوستان ۷ وېکټې په ۲۲ نورو منډو ولوېدې او په دې ډول هندوستان په نیمه پایلوبه کې له سریلانکا ماته وخوړه، دا لوبه د هندوستان په کلکته ښار کې وه، د هندوستان مینوالو خپل لوبغاړي د ناسمې توپ وهنې له امله د اوبو په بوتلونو وویشتل.
۱۹۹۹ م کال د می ۲۶ مه نېټه د سریلانکا او هندوستان بله سیالي.
هندوستان د سوراف ګنګولي او راهول ډراوېډ د زبردستې توپ وهنې په مرسته ۳۷۳ منډې وکړې، دوی دواړو په ۴۵ اورونوکې ۳۱۸ منډې ملګرتیا وکړه، چې ۳۴ څلوریزې او ۸ شپږیزې یې وهلې وې.
دا په هغه وخت کې تر ټولو ستره او ریکارډي ملګرتیا وه او تر ټولو ستر هدف هم و.

د سریلانکا ټوله لوبډله په ۱۵۷ منډو وسوځېده، روبېن سېنګ د هندوستان لپاره ۵ وېکټې واخېستې؛ د لوبې غوره لوبغاړي جایزه سوراف ګنګولي واخېسته، ګنګولي ۱۸۳ منډې کړې وې.
۲۰۰۳ کال نړیوال جام او د مارچ لسمه نېټه؛ دې لوبه کې هندوستان لپاره ټېنډولکر او سېواګ ۱۵۳ منډې ملګرتیا وکړه او هندوستان، سریلانکا ته ۲۹۲ منډې هدف ورکړ.
سریلانکا دا لوبه هندته په ۱۸۳ منډو وبایلله.
۲۰۰۷ م کال او د مارچ ۲۳ مه نېټه؛ هندوستان خپله د پیل لوبه بنګله دېش ته وبایلله؛ خو برموډا ته یې په ۲۵۷ منډو ستره ماته ورکړه؛ له دې وروسته هندوستان اړتیا لرله، چې دوهم پړاو ته د تګ په موخه سریلانکا ماته کړي.
بل پلو سریلانکا په لوړ توپیر بنګله دېش او برموډا ته ماتې ورکړې؛ نو د دوی نېټ رن رېټ خورا لوړ و.
سریلانکا؛ هندوستان ته ۲۵۴ منډې هدف ورکړ، چمارا سېلوا او دېلشن ۸۳ منډې ملګرتیا وکړه، ورپسې رسل ارنولډ او چمېندا واس ښه توپ وهنه وکړه.
هندوستان ډېره خواري وکړه، چې لوبه وګټي؛ خو بریالي نشول، دې لوبډلې له سریلانکا څخه په ۶۹ منډو ماته وخوړه.
۲۰۱۱ کال نړیوال جام د اپریل دوهمه نېټه؛ د ممبيي په وانکېډی لوبغالي کې دواړه لوبډلې سره مخ شوې.
سریلانکا د دې جام په یوه لوبه کې هندوستان ته ۲۷۴ منډې هدف ورکړ.
د هندوستان پیاوړی لوبغاړی سېواګ په صفر اوټ شو، ګاتم ګمبیر او سچېن ټېندولکر د ملګرتیا تابیا ونیوله؛ خو ټېنډولکر هم د ملېنګا په توپ ژر کېچ شو.
ویرات کولي راغی له ګمبير سره یې ۸۳ منډې ملګرتیا وکړه؛ کولي هم په ۳۵ منډو وسوځېد.
ډوني او ګمبیر یو ځل بیا ۱۰۰ منډې ملګرتیا وکړه، ډوني ۵۲ منډې وکړې.
هندوستان ته یواځې شپږ منډې پاتې وې؛ چې لوبه وګټي، ډوني د لانګ ان پر سر شپږیزه ووهله او لوبه یې وګټله.
هند پرون د ۲۰۱۹ نړیوال جام په لوبه کې یو ځل بیا سریلانکا ماته کړه.