پاکستان ته سفر؛ غني به تش که ډک لاس را ستون شي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ټاکل شوې، چې د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ له اوږدو ناندریزو اړیکو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني صدراعظم عمران خان په بلنه د هغه هېواد ته سفر وکړي.
ویل شوي، چې هغه به له خپل پاکستاني سیال عارف علوي او صدراعظم عمران خان سره وویني.
ښاغلی غني به د سفر په دویمه ورځ د جمعې لمونځ د لاهور ښار په پادشاهي جومات کې ادا کړي.
د افغان سولې هڅو ترڅنګ دوه اړخیزې اړیکې او په خاص ډول اقتصادي همکارۍ د دغه سفر د خبرو مهم ټکي ښودل شوي.
ولسمشر غني د سې شنبې ورځې په مازیګر له یو شمېر نظر خاوندانو سره په ارګ کې د لیدنې پر وخت د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت او سولې په اړه  له پاکستاني چارواکو سره هراړخیز بحثونه، پاکستان ته د خپل سفر موخه بللې او ویلي مخکې هم پاکستاني مقاماتو بلنې ورکړې وې، خو دا سفر د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتنې پر بنسټ کېږي.
پاکستان او غني

پاکستان او افغانستان دا تېر څوکاله په ناندریو کې تېر کړل. افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسیدو سره یو ځل پاکستان ته په سفر لاړ او د هغه وخت صدراعظم نواز شریف یې د اقتصادي همکاریو زیاتوالي او په دې ډول ښو اړیکو ته وباله.
پاکستان هم ظاهراً د ولسمشر غني د دریځ هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د نورو همکاریو ترڅنګ به له افغان سولې بهیر سره بشپړه مرسته کوي.
پاکستان ته د هغه سفر پر وخت د همدې ژمنو د پوره کیدو په تمه ولسمشر غني د پاکستاني پوځ د مشر دفتر ته هم ورغی، چې منتقدینو یې دا کار د دیپلوماتیک عرف خلاف او پاکستان ته د تسلېمۍ په مانا وګڼله.
خو د غني پلویانو ټینګار کاوه، چې د پاکستان اصلي واک له پوځ سره دی او باید خبره له همدغه لوري سره تمامه شي.
د وخت په تېریدو سره پاکستان ژمنې نېمه خوا پریښودې او په داسې وخت کې چې افغان حکومت یې طالب مشرانو سره د مخامخو خبرو په تمه کړی و، ناڅاپه یې د دغې ډلې د څو کاله مخکې مړ شوي مشر ملامحمد عمر د مرګ پټ ساتل شوی خبر خپور کړ.
له هغې وروسته ولسمشر غني پاکستان ته غوسه او د افغانستان خلاف یې د نا اعلان شوي جنګ په ترسره کولو تورن کړ.
غني کرار کېنناست او د اقتصادي ګوزارونو په ورکړې یې پاکستان سره سوداګریزې اړیکې کمې او د افغانستان تکیه له دغه پلوه پرې ټیټې سطحې ته راوسته.
غني او پلویانو یې د دې ترڅنګ دا هم وویل، چې په نړیواله کچه یې پاکستان له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له کبله رسوا او منزوي کړی.
د پاکستان ترینګلی وضعیت
د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیا دا څپه په داسې وخت را والوته، چې د پاکستان داخلي وضعیت هم ترینګلی و.
دغه هېواد هم له امریکا او متحدینو سره یې د اړیکو له بحرانه ځوریده او هم یې په کور دننه اقتصاد، سیاست او حکومتولي له ګڼو ننګونو سره مخ وه.
دا لړۍ لا هم دوام لري، پاکستان د خپل ځپلي او شړیدلي اقتصاد د بیا زرغونولو لپاره له ګڼو نړیوالو بنسټونو ملا ماتونکي پورونه اخیستي او هڅه کوي، چې افغانستان بیرته تر یوه ځایه خپل او د اقتصادي مارکیټ او نورو موخو لپاره استفاده ورڅخه وکړي.
پر ستراتیژیکو موخو کلک هېواد
پاکستاني چارواکو که څه هم په وروستیو کې له مختلفو لارو اوازه ګډه کړې، چې په افغانستان کې د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو له هوډه په شا شوي، خو دا خبره د اعتبار او منلو نه ده.
پاکستان پخوا هم ګڼې ورته ژمنې کړي او ماتې کړي او بیا هم تمه نشته، چې له دغه کاره په شاشي.
له داسې خبرو د پاکستاني چارواکو موخه خامخا همدا ده، چې افغان سیاستوال او چارواکي بیا وغولوي او په دغه زماني مقطعه کې خپله نوې لوبه مخته یوسي.

د افغان سیاستوالو مجبورۍ
د افغان سیاستوالو په مجبورۍ کې کیدای شي تر یوه ځایه افغان ملت هم شریک وګڼل شي او تر یوه ځایه دا مجبورۍ د دوی انفرادي مسئله وګڼل شي.
افغان سولې بهیر او راتلونکې ټاکنې په دغه وخت کې دوه تاوده مسایل یادیږي او فکر کیږي، چې له پاکستان سره د افغان سیاستوالو او واکمنو د اړیکو خوږیدو یو لوی دلیل په دغو دوو برخو کې د ځان په ګټه د پاکستان د ملاتړ جلبول دي.
په دې اړه دلیل دا ګڼل کیږي، چې افغان سیاستوال او حکومت په جلا ـ جلا ډول د ټاکنیزو او کمپایني موخو لپاره هم حد اقل دا غواړي، چې د سولې خبرې که هسې تش په نوم یو نمایش هم وي، د دوی په ځانګړي محوریت له وسله والو طالبانو سره یو ځل پيل شي.
په دې برخه کې پاکستان ته مخ ځکه اوړي، چې پر وسله والو طالبانو تر هر چا زیات نفوذ لري او د دغې ډلې د ایجاد ترڅنګ یې تراوسه د دوی مشرانو ته پخپله قلمرو کې پناه او د جګړې امکانات ورکړي.
د دې مسئلې د یوې برخې په توګه په لاهور کې د افغان سولې لپاره د بین الافغاني مذاکراتو د څو ورځې مخکې تش په نوم ناسته د یادونې وړ ده.
دغې ناستې ته د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان او د ولسمشر غني د حکومت مخالفین ورغلي وو.
دوی له کومې معقولې اجنډا او طرحې پرته یوازې پاکستاني چارواکو سره ولیدل او ورته د خوږو خبرو په کولو سره له کومې لاسته راوړنې پرته بیرته ستانه شول.
د ولسمشر سفر به څنګه وي؟
د ولسمشر غني پلویانو د لاهور د یادې شوې ناستې افغان ګډونوال په توندو ټکیو وغندل او د پاکستان په لاسپوڅۍ تورن کړل.
په افغانستان کې د پاکستان بد تصویر ته په کتو، طبیعي ده چې هر ورنیږدې کیدونکی کس به همدومره نفرت او تورونو سره مخ کیږي.
د ۲۰۱۳ په وروستیو کې، هغه مهال چې ډاکټر اشرف غني د ولسمشر کرزي په مشرۍ له یوه افغان پلاوي سره پاکستان ته تلی و او بیرته له پلاوي سره د راستنیدو پرځای لږ وخت په پاکستان کې تم او بیا دوبۍ ته لاړ، وروسته د سفر د غړي او د ملي امنیت د هغه مهالي سلاکار ډاکټر رنګین سپنتا لخوا پاکستان سره د ټاکنو په اړه په پټو معاملو تورن شو.
له شک پرته، چې د ولسمشر غني دغه سفر ته به هم د مخالفینو له لورې یې په ورته معاملوي سترګه کتل کیږي.
خو دا له وخته مخکې خبره ده.
ولیدل شي، چې ولسمشر غني له پاکستاني چارواکو سره په کومه لهجه، اجنډا او نتیجه لرونکو موضوعاتو غږیږي او له څه پيغام او پایلې سره هېواد ته ستنیږي.
تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان په سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې له ولسمشر غني سره لیدلي او ویلي و، چې د سیمه ییز اتصال په اړه د غني د پلان ملاتړی او همکار دی.
دا چې اصلي موخې څه دي او دا ډول سفرونه به په عمل کې څه پایله ولري، د افغانستان د جګړې او سولې پر بهیرونو له اغېزو به یې څرګند شي!