لیکنه: فضل الله فضلي
افغانستان د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو د پنځلس کسیز نوملړ د اعلان وروسته له سوت افریقا څخه د نړۍ د غرب په سفر روانه سوه.
دا سفر یې د سکاټلینډ سره په سریز پیل کړ.
افغان ملي لوبډلي د سکاټلینډ څخه د یو ورځنیو لوبو سریز یو پر صفر وګټئ.
له دې وروسته افغان لوبډلي د ایرلینډ کور بلفاسټ ته ولاړه، خو هلته یې بیا د ایرلینډ سره د یو ورځنیو لوبو سریز مساوي پای ته ورسوئ.
په غرب کي د توپ اچوونکو لپاره ویشتنځایونه د تېزو توپ اچوونکو لپاره برابر دي، خو په دې سفر کي افغان سلو توپ اچوونکو هم ښه پیل وکړ.
مجیب الرحمن په دوو لوبو کي ۱۵ اورونه په ۴ ایکانومي سره ترسره کړه.
راشدخان بیا په دوو لوبو کي د ۱۹ اورونو په لوبولو سره دوې ویکیټي واخیستې او ایکانومي یې له ۳ څخه پورته وه.
محمدنبي په یوه لوبه کي په ۴ اورونو ترسره کولو ۲۱ منډي ورکړې او شراف الدین اشرف په یوه لوبه کي د ۹ اورونو په ترسره کولو سره ۵۰ منډي ورکړي.
وروستي کرار توپ اچوونکي رحمت شاه په دوو لوبو کي یوه ویکیټه ترلاسه کړه او په ۵ اورونو کي ۲۵ منډي ورکړې.
دا د افغان کرار توپ اچوونکو کارنامه وه، چي په خپل نوي سفر کي یې د سکاټلینډ او ایرلینډ خلاف پیل کړه.
بل اړخ ته تېز توپ اچوونکي دولت ځدراڼ په ۲۴ اورونو کي له پنځو څخه په لوړه ایکانومي ۴ ویکیټي ترلاسه کړلې.
لوبډلمشر ګلبدین نایب بیا په ۲۹.۲ اورونو او درو لوبو کي تر ټولو ډېري ۱۰ ویکیټي ترلاسه کړي.
حمید حسن په ۱۰ اورونو کي ۲ ویکیټي او افتاب عالم بیا په ۲۴.۵ اورونو کي ۶ ویکیټي ترلاسه کړلې.
په ټوله کي تېز توپ اچوونکي په خورا ښه ډول بریالۍ توپ اچونه ترسره کړې او دا هغه څه دي، چي موږ به په نړیوال جام کي پر قوي لوبډلو اغېزمن واوسو.
افغان توپ اچوني په نوي سفر کي ښه پیل وکړ او اوس خبره د افغان توپ وهونکو ده، چي څومره کولای سي، په پنځوس اوریز نړیوال جام کي پر قوي لوبډلو قوي توپ وهنه وکړي؟ دا به له اختره وروسته وخت ځواب کړي.
افغانستان په نړیوال جام کي خپله لومړۍ لوبه د اسټرالیا سره کوي، چي دا لوبه به د انګلینډ په بریسټول ښار کي د روان عیسوي کال د جون په لومړۍ نېټه ترسره کړي.