لیکنه: بهار سمسور
هندۍ لوبډله د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د ګډون پر هدف د انګلستان پر لور خوځیږي؛دغه لوبډله مخکې تر دې چې د ممبۍ له هوایی ډګر د انګلستان لار ونیسي لوبډلمشر یې ویرات کوهلي په یوه خبري ناسته کې وویل:
«هند غوره لیګ IPLپای ته ورسیده،موږ تر یو اونیز ارام وروسته په نوي پلان او نوي پړاو ته د داخیلیدو پر هدف راوتي یؤ.»
دا د کریکت نړیوال جام دی چې د هندوستان کریکټ ملي لوبډله یې مهم ګډونوال یادیږي.
ویرات کوهلي د مې په ۲۱ له سفر یوه ورځ مخکې په دې خبري ناسته کې وویل:
«هندی پوځ کم و زیات بسپنه تر لاسه کوي، خو دا به زموږ غټ مسؤلیت وي چې دغه نړیوال جام وګټو او خپل پوځ تقویه کړو.»
کوهلی زیات کړه پوهیږئ چې موږ د خپل هېواد لپاره لوبیږو اما کوم مسؤلیت چې هندی پوځ یې اجرأ کوي تر بل هر چا زیات او مهم دی.
هندی کپتان زیاتوي هر لوبغاړی په ذهن کې د هندي پوځ فکر لري،او هر یو دا هڅه کوي چې د خپل پوځ او سرتېرو حمایه وکړي.
ویرات کوهلي د خپلو نظامیانو په ملاتړ یو وارې بیا د خپلو خبرو او هڅو تکرار په داسې حال کې کوي چې تېر کال هم د ځینو لوبو مېچ فیس هندي لوبغاړو د هغو پوځیانو کورنیو ته ور کړ چې قربانۍ یې ورکړې وې؛د روان کال په پیل کې د اسټرالیا خلاف هندي لوبغاړو په یوه لوبه کې د خپل پوځ په ملاټړ چې د پلاواما برید کې ورته درنه مرګ ژوبله اوړیدلې وه خوالۍ پر سر کړې او د خپل مېچ فیس او معاش نیمه برخه یې د همدې برید د قربانیانو کورنیو ته وېش کړ.
د هندي لوبغاړو تر دې ګام وروسته پاکستاني دولت د کریکټ نړیوال شورا ته وویل چې هندي لوبغاړي په دې کار سره په سزا ورسوي ،خو ICCیې په ځواب کې وویل موږ یوازې کریکټ کول غواړو هغوی د خپل ملت لپاره کریکټ کوي.
د ویرات کوهلي له دې خبرو دا اندیښنه هم رابرسیېره کیږي چې ایا هندی پوځ له اقتصادي پلوه په ستونزه کې دی؛ کنه هند دولت د همدې سیاست په ژبه د خپلو لوبغاړو پر مټ د خپل پوځ د عزم د پورته ساتلو او هم د هندي ملت د توجه اخیستو لپاره دا کار کوي.
هندۍ کریکټ ملي لوبډله د مې په ۲۲ یعنې نن د انګلستان پر لور وخوځیدل چیرته به چې تر نړیوال جام پیل مخکې له نویزلېنډ سره د روانې میاشتې په ۲۵ خو پر ۲۸ تاریخ به له بنګلادېش سره تمریني (warm up)لوبې هم ولري.
خو معلومه به شي چې په نړیوال جام کې ګډونواله هندۍ لوبډله به د ویرات کوهلي تر رهبرۍ لاندې د خپل پوځ لپاره د اندیښنو سره،سره د کریکټ پر میدان د خپلو سیالانو خلاف د توپ او بېټ مجادله څنګه کوي.