د حشمت الله شاهدي دا لومړی نړیوال جام دی چي پکښي لوبېږي.
لیکنه : عبدالله عادل
حشمت الله شاهدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځوان لوبغاړی او په ټسټ لوبو کښي د افغان کرکټ ملي لوبډلي مرستیال لوبډلمشر دی.
۲۴ کلن شاهدي د ۱۹۹۴کال د نومبر میاشتې پر ۴مه نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کښي زېږېدلی دئ.
حشمت کیڼ لاسی ټوپ ارډر توپ وهوونکی دئ.
هغه اوس مهال د توپ وهني په برخه کي د افغان کرکټ ملي لوبډلي کلیدي لوبغاړی دئ چي په یو ورځنیو لوبو کښي د ډاډ وړ توپ وهنه کوي او پر ویکیټ باندي د درېدلو ځانکړی مهارت لري ، ددې ترڅنګ د نوموړي د کامیابۍ یو مهم راز په چپ لاس باندي توپ وهنه ده کوم چي د یوې لوبډلي د بلنس جوړولو لپاره اړینه وی چي د ښی لاسو توپ وهونکو تر څنګ کیڼ لاسي توپ وهونکي له ځان سره ولري.
حشمت الله د افغانستان لپاره خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۱۳ کال د اکټوبر میاشتي پر دوهمه نېټه د کینیا خلاف ترسره کړه.
یو کال وروسته په ۲۰۱۴ کال کښي هغه د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کښي د افغان لوبډلي برخه وو کومي لوبډلي چي د شاهدي د ښې کارکردګۍ په مټ د اسټرالیا او سریلانکا ۱۹ کلنو لوبډلي ته ماتي هم ورکړې.
د ۲۰۱۴ کال ۱۹ کلنو په نړیوال کښي دښې کارکردګۍ وروسته د افغانستان غوراوي کمېټې هغه د زیمبابوی خلاف لوبیز سفر ته هم انتخاب کړ.
حشمت الله شاهدي د افغانستان لپاره په ۲۹ یو ورځنیو لوبو کښي ۸۰۶ منډي ترسره کړي چي ایورېج یې ۳۵.۰۴ دی.
په یوه لوبه کښي یې تر ټولو بهترینه توپ وهنه او لوړي منډي ۹۷ دي چي په ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو کښي یې د پاکستان خلاف ترسره کړي.
شاهدي تر دا مهاله په یو ورځنیو لوبو کښي ۷ نیمه سلیزې لري او کومه سلیزه یې په نوم نده ثبت سوې.
په جوړو سوو ۸۰۶ منډو کښي یې ۶۵ څلوریزي شاملي دي.
دا چي حشمت الله شاهدي ځوان او پیاوړی توپ وهوونکی دئ نو د افغان لوبډلي د توپ وهني په برخه کښي به تر رحمت شاه ، شهزاد ، ځاځي او نورو لوبغاړو تر څنګ د ښې کارکردګۍ هیله ور څخه و اوسي.
پوهیږو حشمت تر ډیره په ویکیټ د درېدلو او ملګرتیا جوړولو مهارت او دنده لري او ددې تر څنګ د افغانستان لپاره به دده اهمیت ځکه زیات و اوسي چي نوموړی ټوپ ارډر توپ وهوونکی دئ او که دی ښه ولوبیږي نورو راتلونکو توپ وهونکو ته به هم د ښو لوبو کولو لاره پرانیزي.
د حشمت شاهدي د خوښي وړ لوبغاړی سریلانکايي کمارا سنګاکارا دی چي د کرکټ نړۍ پېژندل سوی لوبغاړی او د خپل وخت مخکښ توپ وهوونکی وو.
همدارنګه د نوموړي د خوښي وړ شاټ کوور ډرایب دی.
شاهدي د افغانستان لپاره د ۱۹ کلنو نړیوال جام هم لوبولئ او د هغه له تجربو څخه برخمن دی نو ښايي دا به ورسره مرسته وکړي چي په راتلونکي ۲۰۱۹ نړیوال جام کښي هم ښې لوبي نندارې ته وړاندي کړي .