لیکنه: عبدالله عادل
د ۱۲م پړاو ای پي ایل تجارتي سېالیو د پای ته رسېدو سره سم دا مهال د هند تمرکز په انګلنډ کښي پر کېدونکی ۲۰۱۹ نړیوال جام باندي دی.
د ای پي ایل شل اوریزو سېالیو پر مهال ټولو هیوادونو د راتلونکي ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره لوبډلې اعلان کړې.
د نورو هیوادونو تر څنګ هند هم نړیوال جام ته ۱۵ کسیزه لوبډله انتخاب او اعلان کړه چي په دغه ۱۵ کسیزه لوبډله کښي د ډهلي کپیټلز لوبډلي لپاره لوبېدونکی پیاوړی لوبغاړی ریشب پنت شتون نه درلود.
د چپ لاسي ویکیټ کیپر توپ وهوونکي ریشب پنت پر ځای دنېش کارتیک انتخاب سوی څوک چي له ریشب پنت څخه ښه تجربه لري .
په هر صورت سوراو ګنګولي څوک چي په ای پي ایل تجارتي سېالیو کښي د ډهلي کپیټلز لوبډلي مشاور وو وایي چي شین لباسي (هند) به د یو ورځنیو لوبو په راتلونکي نړیوال جام کي د ریشب پنت تشه احساس کړي.
ریشب پنت په تازه پای ته رسېدلي ای پي سېالیو کښي د خپلي لوبډلي ډهلې په ګټه یو شمیر لوبي په یوازي ځان وګټلې چي د نوموړي د یادوني وړ لوبه د حیدراباد پر وړاندي د ډهلي لوبه وه.
په کومه لوبه کښي چي پنت په ۲۱ توپونو ۴۹ منډي جوړي کړې او هغه لوبه ډهلي په ۲ ویکیټو وګټل.
د هند تجارتي سېالیو (IPL)پر مهال ریشپ پنت په ۱۶ لوبو کښي ټولټال ۴۸۸ منډي جوړي کړې .
سوراو ګنګولي د دوشنبې په ورځ هند کښي د خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا ښکاره کړه چي هند به نړیوال جام کي د پنت کمی احساس کړي.
د نوموړي په وینا د ریشب غوندي لوبغاړی خو باید د هند په لوبډله کښي شامل سوی وی.
ګنګولي وايي
” هند به نړیوال جام کي د ریشب پنت تشه احساس کړي, زه نه پوهېږم چي دا تشه به د چا پر ځای احساس سي خو تشه به حتمن وي.”
د هند د غوراوي کمېټې مشر پرساد د لوبډلې د اعلان پر مهال د ریشب پنت ستاینه کړې وه خو د نوموړي د وینا پر اساس دوی د کارتیک او پنت تر منځ باید یو انتخاب کړی وی تر څو د مهیندر سینګ دهوني د خوږ یا نه لوبېدو په صورت کښي د هغه تشه ډکه کړي .
د پرساد په وینا چي وروسته یې دنېش کارتیک انتخاب کړ او ریشب پنت یې په احتاطي لیست کښي له ځان سره واخیست.
ریشب پنت تر دا مهاله د هند لپاره ۵ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي چي ټولټال ۹۳ منډي یې پکښي جوړي کړي.
بل لور ته دنیش کارتیک بیا د هند لپاره ۹۱ یو ورځنیو لوبو کښي ۱۷۳۸ منډي جوړي کړي.
دا مهال هند د اسټرالیا او انګلنډ تر څنګ له هغو پیاوړو لوبډلو څخه ګڼل کیږي چي د نړیوال جام ګټلو ښه موقع لري .
اوس پوښتنه داده چي آیا هند به وکولای سي چي په انتخاب سوې ۱۵ کسیزه لوبډله نړیوال جام کړي دا هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړي.