پنځه کارونه چې د ښځې او خاوند تر منځ اړيکه لا قوي کوي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عمران لمر
د ښځو او خاوندانو تر منځ اړيکې ډېر متفاوتې وي، ځينې ښځې او خاوندان سره ژوره اړيکه لري او ځينې هم يواځې له يو بل سره عمر تېروي.
د ژورې اړيکې لپاره بايد تاسو ميلان ولرئ او په پوره قوت او علاقې سره هڅه وکړئ؛ له هڅې پرته حتی قوي مينه هم بې رنګه کېږي. ارواپوهان عموماً د قوي اړيکې د رامنځته کولو لپاره مختلف نظرونه لري؛ ځینې احساساتي دي او په رښتينې مينې ټينګار کوي او ځينې بيا منطقي برخورد کوي. دوی په پنځو کارونو چې د ښځې او خاوند تر منځ ژوره اړيکه جوړوي؛ موافقه لري. شايد يو څه سخت ښکاره شي؛ مګر په ټوله کې ډېر ارزښتمن ګڼل کېږي.
۱- عزت او احترام
د دې لپاره چې ډاډه شئ چې په کومه اندازه د ژوند له ملګرې يا ملګري سره د خپلې اړيکې خيال ساتئ؛ ښه ده چې د کورنيو اړيکو مشاور ته ورشئ.
هغه مينې هم چې ډېر وخت يې کېږي، ساتنې ته اړتيا لري؛ همدارنګه په هر وخت کې چې تاسې د مقابل لوري خيال ساتئ؛ په دې مانا چې هغه ته احترام کوئ او د هغه احساساتو چې ستاسې په اړوند يې لري؛ عزت کوئ.
۲- مثبته هڅونه
که يو له دواړو لوريو دا وکولای شي چې بل ته په مثبته هڅونه د سمې لارې لارښوونه وکړي؛ نو د ښځې او خاوند تر منځ به ژوره اړيکه رامنځته شي. په دې توګه ننګونې او ستونزې هوارېږي.
دا يو حياتي عادت دی؛ تر دې چې که يو چا سره د بلدتيا په مرحله کې هم يۍ، کولی شي له تاسې سره مرسته وکړي؛ تر څو په اړيکه کې وروستۍ مرحلې ته ورسېږئ.
۳- مهرباني
کله چې مونږ د مهربانۍ په هکله غږېږو؛ نو هدف مو د ښځې او خاوند تر منځ له جنسي اړيکو پورته يو څه وي.
د مهربانۍ په رامنځته کولو کې لومړی ګام دا دی چې په دې بايد وپوهېږئ چې د ژوند ملګرې يا ملګري ته مو څه اهميت لري. بايد پوه شئ چې د مقابل لوري څه خوښېږي؟ څه ډول خوشحالېږي؟ ژوره او قوي اړيکه هغې ته وايي چې هر وخت په کې مهرباني شتون ولري.
۴- جوړښت
که د ژورې اړيکې جوړول غواړئ؛ نو جوړښت ته مو د فهرست په لومړي سر کې ځای ورکړئ.
جوړښت په دې مانا دی چې وکولی شئ د ژوند مسايل مو په ګډه سنبال کړئ؛ پرته له دې چې په يو لوري فشار راشي.
په دې برخه کې د بريالي کېدو لپاره کولای شئ له کوچنيو مسايلو پيل وکړئ؛ د مثال په ډول: کله چې مېرمن د ماشوم پالنه کوي؛ سړی دې د کور په کارونو کې ورسره مرسته وکړي.
۵- اړيکې
له اړيکو پرته هر ډول اړيکه مړه ده، دا د ښځې او خاوند تر منځ د ژورې اړيکې ځانګړنه ګڼل کېږي.
د ټولو کارونو په هکله خبرې کول، د خبرو او د يو بل د څېرې د حالاتو درک کول؛ ټول د اړيکو په مجموعه کې حسابېږي.
که په دې هکله کمزوري يۍ؛ نو هڅه وکړئ چې د مطالعې له لارې او يا هم د تکنالوژۍ له لارې ورسره بلد شئ.
په دې ترتيب کولای شئ، په دې پوه شئ چې کوم څه مو د ژوند ملګرې يا ملګری خفه کوي او د دې لپاره ښه حل لاره موندلی شئ.
د مالي مسايلو، اړيکو او احساساتو شريکول کولای شي؛ تر منځ مو قوي او ژوره اړيکه رامنځته کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.