د فري فایټ مسلمان روسي لوبغاړی مغروره کونر مګریکر مات کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د فري فایټ د نړۍ د دوو مشهورو لوبغاړو ايرلینډي کونر مګریکر او روسي حبیب نورمحمدوف تر منځ سخته او له ولولو ډګه سیالۍ د مسلمان لوبغاړي حبیب په ګټه پای ته ورسیده.
حبیب نورمحمدوف یو مهربانه مسلمان لوبغاړی دی خو په مقابل کې یې ایرلینډی کونر مګریګر یو مغروره لوبغاړی دی، چې ډېر کله د زیاتو لوبغاړو پسې په د رینک یا د سیالۍ له میدانه بهر هم د وهلو ډبولو هڅه کوي. نوموړې همدارنګه وخت په وخت د خپلو مخالفو لوبغاړو هیوادونو او توکمونو ته هم سپکاوی کړی او یو متعصب کس بلل کیږي.
د دوې دواړو تر منځ سیالۍ له ډېره وخته ټاکل شوې وه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورته مینوال په تمه وو.
د دواړو ترمنځ دا تاریخي سیالي د امریکا د لاس ویګاس په ټي موبایل لوبغالي کې وه. دا د فرې فایټ په ورزش کې تر ټولو تاریخي سیالي بلل شوې ده.
د کونر مګریکر او حبیب تر منځ له سیالۍ وړاندې هم د دوې د سیالۍ په یوه معلوماتي غونډه کې هم یو بل ته ګواښونه او اخطارونه ورکړل خو په هغه ځای کې شته چارواکي او خلک یې ترمنځ او پرې یې نښودل چې لاسونه تر یو بل وروسوي.

د دوې دواړو تر منځ شوې سیالۍ ټوله پنځه رونډه وه خو تر پنځو رونډو ځکه ونه رسیده چې حبیب په څلورم رونډ کې خپل سیال مګریر نیک اوټ کړ.
د څلورم رونډ په وروستیو دقیقو کې حبیب خپل سیال ستونی قید کړ او مګریکر هم ورته لوبه پرېښوده.
حبیب چې په (Eagle) یا باز هم مشهور دی روسی مسلمان لوبغاړی دی.
د ۱۹۸۸ کاله د سپټمبر په ۲۰ زیږیدلی چې اوس مهال یې عمر ۳۰ کالو ته رسیږي.
۱۷۸ سانتي متره قد لري او ۷۰ ګیلو ګرامه وزن لري.
حبیب ټولې ۲۷ سیالۍ کړي چې ۲۷ واړه ټولې یې ګټلي دي، خو مقابل کې کونر مګریر هم ۳۰ کاله عمر لري دی د ائرلینډ هېواد کې پیدا شوی.
کونر هم ۱۷۵ سانتي متره قد او ۷۰ ګیلو ګرامه وزن لري.
تر سیالۍ وروسته په میدان کې لانجه نوره هم پسي اوږده شوه او حبیب وروسته تر هغې د کونر د روزونکي پسي له پنجرې بهر ودانګل کله چې حبیب ته د خوښۍ د لمانځلو پرمهال د کونر روزونکي د سپکاوي خبرې وکړې.

هغه وروسته له دې کبله بښنه وغوښته او ویې ویل چې کونر او ټیم یې نوموړې پرلپسې ځورولې او دده مذهب، هیواد او توکم ته یې سپکاوی کړی دی.