وړم ماښام په کابل کې د شپږم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ لپاره د سلګونو لوبغاړو په شتون کې بولي ترسره شوه.
شپږیزه کرکټ لیګ د افغانستان داخلي یا کورنی سوداګریز کرکټ لیګ دی، چې ټول پکې داخلي لوبغاړي اخېستل کېږي.
د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۰۱۳ م کال کې تاسیس شوی دی، په ۲۰۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۶ او ۱۷ کلونو کې ترسره شوی؛ خو ۲۰۱۸ م کال کې د ناامنیو له کبله ترسره نه شو، په ۲۰۱۸ م کال کې د شپږیزې کرکټ لیګ سره څنګزن د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ رامنځته شو، چې لومړی پړاو یې ۲۰۱۸ م کال کې د اکټوبر په ۵ مه نېټه د ۵ لوبډلو په ګډون د نړیوالو لوبغاړو په شتون کې ترسره شو او اتلولي یې د بلخ لوبډلې یوړه، چې محمدنبي عیسی خېل یې لوبډلمشر و.
سږ کال شپږیزه لیګ کې هم ځېنې لوبغاړي د کټګوریو یا ډلبندۍ له مخې واخېستل شول، دا لوبغاړي د ارزښت پربنسټ په ډلبندیو وېشل شوي دي، د جمعې په ماښآم د اګسټ په دوهمه نېټه سلګونه لوبغاړي په سرو زرو یا ګولډ، سپينو زرو یا سېلور، پلاټینیوم یا پلاتین، ایکن یا قیمتي او ایمرجېنګ لوبغاړو په ډلبندۍ کې واخېستل شول.
نجیب الله ځدران د ایکن لوبغاړي په توګه سپین ټایګرز لوبډلې وپېره، شهزاد محمدي بیا بُست لوبډلې د ایکن لوبغاړي په توګه وپېره د نجیب الله ځدران قېمت ۵ لکه او ۵۰ زره افغانۍ دی او د شهزاد محمدي قېمت هم ۵ لکه او ۵۰ زره افغانۍ دی.
د ایکن لوبغاړو قیمتونه ۵ لکه او ۵۰ زره افغانۍ دي، مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځی، شاپور ځدران او دولت ځدران هم په ایکن لوبغاړو کې دي.
په طلایي ډلبندۍ کې ۱۹ لوبغاړي د مختلفو لوبډلو له خوا واخېستل شول.
سږکال شپږیزه لیګ کې ټولې ۶ لوبډلې لوبېږي، دا لوبې د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه د کابل په نړیوال لوبغالي کې پېلېږي او د اکټوبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.
دا سیالۍ شا او خوا ۱۲ ورځې دوام کوي، تېر کال د دې سیالیو اتلولي راشدخان ګټلې وه، چې د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر دی.
د شپږ لوبډلو لوبډلمشران
شفیق الله شفق د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر، راشدخان دې د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر، محمدنبي د مِس عېنک لوبډلې لوبډلمشر، ګلبدین نایب د بُست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر، اصغر افغان د کابل بازانو لوبډلمشر او مېروېس اشرف د امو نهینګانو لوبډلې لوبډلمشر دی.
سپین غر لوبډلې نوملر
شفیق الله شفق لوبډلمشر، کریم صادق، حمید حسن، وفادار مومند، شبیر نوري، عبدالواسِع، تمیم سرخرودی، اصف موسی زی، شاهدالله کمال، ظاهرخان پکتین، ناصرتوتاخېل، نوازخان، بهیرشاه محبوب، اسحاق ځاځی، انعام الله، نجیب الله ترکی او شمس الرحمن کړوخېل.