نړیوال جام به پر کومو تلویزیوني چاینلونو خپور شي؟ دلته یې ولولئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: بهار سمسور
د کریکټ نړیوالې شورا د یو ورځینیو لوبو (ODI) د لس غښتلو لوبډلو تر منځ نړیوال جام راتلونکي اونۍ په انګلېنډ/والز کې پیلیږي؛چیرته به چې لس واړه لوبډلې د افغانستان په شمول د یو او بل سیالۍ ته راووزي.
دغه لوبې د کریکټ نړیوالې شورا (ICC)لپاره زیاتې د ارزښت وړ دي.
په همدې خاطر ورته په هر اړخیز شکل د ښه پوښښ ملا تړل شوې ده او د ۲۰۱۹ کال له پیل وړاندې ورته کوربه هېواد انګلستان او نړیوالې شورا بیخي زیاتې هلې ځلې کړي چې د ښه ترتیب په وجه به دغه نړیوال جام نه یوازې په لوبغالو کې ناست کتونکي وګوري، بلکې د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې به یې د کریکټ لوبې شایقین پر تلویزیوني چاینلونو او انلاین ننداره کړي.
دا چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله په دغه نړیوال جام کې حضور لري، نو د افغانستان ملي رادیو تلویزیون هم د دغو لوبو د خپراوي قانوني جواز تر لاسه کړی او دغه لوبې به په هېواد کې ملي رادیو تلویزیون نشر کړي، خو په ډیری سیمو کې دا چې د افعانستان ملي تلویزیون کار نه کوي/نشرات نه لري نو خلک او د کریکټ لوبې مینوال هم له دغې نقطې شکایت کوي؛ اما د هېواد په ډیری ښارونو کې سیمیز تلویزیوني چاینلونه هم دا ډاډ څرګندوي چې د کریکټ نړیوال جام ټولې لوبې یا هم د افغان ملي لوبډلې لوبې به خپلو مینوالو ته نشر کړي.
د دغه نړیوال جام د ښه تصویر اخیستو لپاره ۳۲ کمیرې نصب شوي او هم به له ټولو اړخونو د تکرار،یا هم ریویو اخیستو لپاره د ویډیو اخیستواسانتیا وي.
د دې باوجود د ۸ نورو کیمرو څخه چې د ویکټو تر څنګ د لوبڅار پر خولۍ او هم به هوایي (ګرځندویه) کیمرې وي د دغه نړیوال جام لوبو کې به وکارول شي.
دغه لوبې به نړۍ کې په لاندې هېوادونو کې پر دغه تلویزیونونو نشر شي.
(WORLD CUP BROADCASTERS AROUND THE GLOBE: STAR SPORTS (INDIA AND THE REST OF THE INDIAN SUB-CONTINENT), SKY SPORTS (UNITED KINGDOM & REPUBLIC OF IRELAND), SUPERSPORT (SOUTH AFRICA AND SUB-SAHARAN AFRICA), OSN (MIDDLE EAST & NORTH AFRICA), FOX SPORTS AUSTRALIA AND CHANNEL 9 (AUSTRALIA), WILLOW TV (USA), SKY TV AND PRIME (NEW ZEALAND), TEN SPORTS AND PTV (PAKISTAN), ESPN (CARIBBEAN), GAZI TV, MAASRANGA AND BTV (ALL BANGLADESH), SLRC (SRI LANKA) AND FOX NETWORK GROUP (CHINA AND SOUTH EAST ASIA), DIGICEL (ASIA PACIFIC), RADIO TELEVISION AFGHANISTAN (AFGHANISTAN) AND YUPP TV (CONTINENTAL EUROPE AND CENTRAL ASIA).
د کریکټ نړۍ هر مینوال کولی شي چې هر چیرې دغه لوبې په ژوندۍ بڼه وګوري.