سمیع الله درانی
افغانستان او ویسټ انډیز په هندوستان کې شل ورځې وروسته د اووه لوبو لوبلړۍ پیلوي.
د دې لوبو کوربتوب افغانستان کوي، د نومبر په ۵ مه نېټه لومړۍ شل اوریزه لوبه کوي، د نومبر په اووم تاریخ دوهمه شل اوریزه لوبه، د نومبر په ۹ مه نېټه دریمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي.
د دې لوبو لپاره وخت ماښام پنځه نیمې بجې ټاکل شوی دی.
پولارډ چې د ۲۰۱۶ م کال څخه را په دېخوا ویسټ انډیزۍ لوبډله کې ډېر کم لېدل کېږي، اوس یې د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکلی.
له دې وړاندې الراونډر کارلوس برېتوېټ د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر و؛ خو اوس هغه بیخي په نوملړ کې هم نه دی اخېستل شوی.
له پولارډ سره دوه نوي لوبغاړي هایډېن والش جونیئر او رېنډي بروکس هم اخېستل شوي دي او نوملړ کې شامل دي.
والش سږ کال د ویسټ انډیز لپاره د لوبو پیل وکړ او اوس یې د ویسټ اندیز په ملي لوبډله کې شامل کړل شو.
هایډېن والش په سي پي ایل لیګ کې ۲۲ وېکټې واخېستې او ایکانومي یې ۸ اعشاریه ۲۸ وه؛ نو له همدې کبله د افغانستان خلاف لوبه کې اخېستل شوی دی.
دی له باربادوس لوبډلې سره و او سږ کال اتلولي هم همدې لوبډلې یوړه.
برېنډن کېنګ چې په سي پي ایل لیګ کې سږ کال د امازون لوبډلې اوپنر توپ وهونکی و، هم په نوملړکې شامل شوی دی.
هغه په سي پي ایل کې ۱۲ پاڼیو کې ۴۹۶ منډې وکړې.
د ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو نوملړ
پنځلس کسیز نوملړ کې لوبډلمشر کېرون پولارډ، نېکولس پوران، ایوین لیویس، برېنډن کېنګ، شېمرن هېټمېئر، شېرفېن رترفورډ، جېسن هولډر، لېنډل سېمونس، فبیئن الېن، هایډېن والش، کاري پيري، شېلډن کاټرېل، ډېنېش رامدېن، کېسرېک ویلیمس او الزاري جوزیف.
د یو ورځنیو لوبو نوملړ
کېرون پولارډ لوبډلمشر، شی هوپ، ایوین لیویس، شېمرن هېټمئير، سونېل امبرېس، نیکولس پوران، برېنډن کېنګ، روستن چېز، جېسن هولډر، هایډېن والش، کاري پېري، شېلډن کاټرېل، کیمو پال، روماریو شېفېرډ او جوزیف الزاري.
ټېسټ نوملړ
جېسن هولډر لوبډلمشر، شی هوپ، جان کمپبېل، کرېک برېتوېټ، شېمرن هېټمیئر، شمارا بروکس، روسټن چېز، شېن ډورېچ، سونېل امبرېس، جومېل واریکان، رکیم کارن وال، کیمر روچ، کیمو پال او جوزیف الزاري.
د افغانستان خلاف ټولو لوبو کې د کرېس ګېل او انډري رسل نومونه نه ښکاري.
افغان لوبډله د نومبر په ۱۳ مه نېټه له ویسټ انډیز سره د دریو یو ورځنیو لوبو سیریز پیلوي او د نومبر میاشتې تر ۱۸ مې نېټې پورې درې واړه لوبې پای ته رسېږي.
د نومبر په ۲۷ مه نېټه یواځېنۍ ټېسټ لوبه پیلوي او د ډېسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
افغان لوبډله به کابو یوه میاشت په هند کې وي او خپله لوبلړۍ به له ویسټ انډیز سره بشپړوي.
تر اوسه افغان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز لپاره نوملړ نه دی اعلان کړی او له شپږیزې لیګ څخه به وروسته ورته نوملړونه اعلانوي.
شپږیزه کرکټ لیګ د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پای ته رسېږي.