دا چې د اسټرالیا په ویلز او ځینو نورو سیمو کې وحشي اورلګېدنې ډېر زیانونه اړولي او خلک یې ځپلي دي، اوس د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان کړی چې دغو اور ځپلو خلکو ته د مرستې راټولولو په خاطر یوه خیریه لوبه ترسره کړي، چې پرې پېسې راجمع کړي او خلکو ته یې ورکړي.
د اسټرالیا پخواني او تقاعد شوي لوبغاړي به د فبروري په ۸ مه په مېلبورن لوبغالي کې یوه ستره خیریه لوبه ترسره کړي.
دا لوبه په هغې ورځ ترسره کېږي، په کومه ورځ چې د بېګ باش لیګ پایلوبه هم ده.
د فبروري په ۸ مه په مېلبورن لوبغالي کې د بېګ باش سوداګریز لیګ پایلوبه هم ترسره کېږي.
ښایي د همدغې پایلوبې لوبډلو کې زاړه او پخواني لوبغاړي یو لوري ته او بله لوبډله بل لوري ته ودرېږي او د اتلولۍ پر سر به سره لوبه کوي، خو سرچینو بیا ویلي، چې په دې لوبغالي کې به ټېسټ لوبه کېږي او پیسې به یې اور ځپلو ته ډالۍ کېږي.
زاړه لوبغاړي ځکه لوبډلو کې راټول کړل شوي، چې زیات خلک د لوبې نندارې ته راشي او زیاتې پیسې راجمع کړي.
د یوې لوبډلې لوبډلمشري به شېن وارن او د بلې لوبډلې مشري به ریکي پونټېنګ وکړي.
دوی دواړه د خپل وخت بریالي اسټرالیایي لوبغاړي وو.
د دې لوبې لپاره تقاعد شوي او پخواني لوبغاړي؛
د دغو دواړو لوبغاړو سربېره به ادم ګېل کرېسټ، برېټ لي، شېن واټسن، الېکس بلېک ویل، مېچل کلارک، سټیف وافګن او میل جونز هم شامل وي.
د اسټرالیا په مېلبورن لوبغالي کې په ۲۰۰۵م کال د سونامي ځپلو په خاطر د بسپنې راټولولو په خاطر د باکسېنګ ډی په نامه ټېسټ لوبه ترسره شوې وه، چې ۷۰ او ۱۰۱ ننداره کوونکو لوبه له نږدې کتلې وه او ۱۴ نیم میلیونه اسټرالیایي ډالر مرسته یې اټوله کړې وه.
د فبروري په ۸ مه د اسټرالیا او هندوستان ښځينه لوبډلو ترمنځ هم سیریز پېلېږي، دا لوبې هم په اسټرالیا کې کېږي.
د دغو لوبو یوه بله مهمه برخه؛
د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، هغه لوبغاړی چې د خیریه ټېسټ لوبې او یا هم د بېګ باش لیګ د پایلوبې پرمهال لوبغاړی شپږیزه ووهي، نو زر اسټرالیایي ډالر ورکول کېږي، چې هغه به یې بیا د اسټرالیا اور ځپلو کورنیو ته د مرستې په توګه ورکوي.
همدارنګه بالر ته د وېکتې اخېستلو په بدل کې هم زر اسټرالیایي ډالر ورکول کېږي.
د دې سربېره شاو خوا ۲ میلیونه اسټرالیایي ډالر به د خیریه ټولنو له خوا هم ورکړل شي، چې د په ویلز سیمه کې پرې د کرکټ سوځېدلي لوبغالي او کلبونه بیا ورغوي.