نبي: نړیوال جام کي په هغه لوبه ډېر خفه شوم چي پاکستان ته مو وبایلله!

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل وايي، چي په نړیوال جام کي په هغه لوبه ډېر خفه شوم، چي پاکستان ته مو وبایلله.
محمدنبي عسی خېل د ملي سپورټ ټلویزیون سره په تازه مرکه کي ویلي، چي د نړیوال جام په ټولو لوبو خفه شوم، خو زیات په هغو لوبو خفه شوم، چي د ګټلو امکان یې ډېر وو.
نبي وايي د پاکستان په وړاندي یې د لوبي ګټلو امکان تر نورو ډېر زیات وو، نو په همدې موخه پرې زیات خفه شو.
هغه زیاته کړه:
«په نړیوال جام کي په ټولو لوبو خفه شوم، چي ومو بایللې، خو په هغو لوبو ډېر خفه شوم، چي د ګټلو امکان یې ډېر وو. د پاکستان په وړاندي مو د لوبي ګټلو امکان تر نورو لوبو زیات وو، نو په همدې موخه پرې زیات خفه شوم.»
د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کي خپلي ټولي ۹ واړه لوبي وبایللې.
افغان لوبډلي په نړیوال جام کي له آسټرالیا څخه په ۷ ویکیټو، له سریلانکا څخه دي ډي ایل میتود په آساس په ۳۴ منډو، له نیوزیلینډ څخه په ۷ ویکیټو، له سویلي افریقا څخه په ۹ ویکیټو، له انګلستان څخه په ۱۵۰ منډو، له هندوستان څخه په ۱۱ منډو، بنګله دېش څخه په ۶۲ منډو، پاکستان څخه په ۳ ویکیټو او ویسټ انډيز څخه یې بیا په ۲۳ منډو توپیر ماته وخوړه.
تر نړیوال جام مخکي کرکیټ بورډ اصغر افغان له کفتانۍ څخه لیري او پر ځای یې ګلبدین نایب د لوبډلي لوبډلمشر وټاکه، خو په نړیوال جام کي تر ټولو لوبو بایللو وروسته د یو شمېر افغان لوبغاړو لخوا پر ګلبدین نایب نیوکي وشوې.
نو بورډ مجبور شو، چي ګلبدین نایب له لوبډلمشرۍ څخه لیري کړي او پر ځای یې راشدخان آرمان د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه.
خو له هغه څو میاشتي وروسته د بورډ بل مشر فرهان یوسفزي راشدخان له لوبډلمشرۍ څخه لیري او پر ځای یې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان یو ځلي بیا د درې واړه فارمټونو لپاره د لوبډلمشر په توګه وټاکه.