م.م: افغانستان سره د هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د بېلو هېوادونو بشردوستانه مرستې اغېزناکې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دوی په افغانستان کې پر زرګونه کسانو د خوراکي توکو وېش پیل کړی دی او په دې برخه کې د ځينو هېوادونو له مرستو مننه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي د هند مرسته شوي غنم یې هم ترلاسه کړي او له دغه هېواد مننه کوي چې په دې سختو شرایطو کې یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام همدا راز وایي چې د مالیزیا په څېر ځينو نورو هېوادونو هم ورسره د غوړیو او وریجو مرسته کړې ده او دوی به یې تر اړمنو رسوي.

په ورته وخت کې یادې ادارې ویلي چې په افغانستان کې لوږه مخ پر پراختیا ده او لا ډېر خلک مرستو ته اړتیا لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي