سمیع الله درانی
د بنګله دېشۍ لوبډلې اوسنی لوبډلمشر او د نړۍ غوره الراونډر کرکټ لوبغاړی شکېب الحسن د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د دوو کلونو لپاره له هرډول کرکټ څخه محروم شو.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لیکلي، چې شکېب الحن په ۲۰۱۸ م کال کې په درې اړخیز سیریز او د آې پي ایل یوه لوبه کې د ګوناه مُرتکب شوی او ده د خپلې سهوې او تېروتنې راپورونه د کرکټ نړیوالې شورا ته نه دي ورکړي؛ نو د همدغې بې غورۍ پر بنسټ د ده سزا لوړه شوې.
شکېب الحسن ته دا سزا هغه وخت واورول شوه، چې د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد کمېټې د هغه تېروتنې ثبوت کړې او شکېب الحسن هم ومنلې.
د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد کمېټې د دوهمې مادې، څلورمې فقرې څلورم بند پر بنسټ، شکېب الحسن د هغو معلوماتو ورکولو کې ناغېړي کړې، چې ده د ۲۰۱۸ م کال په جنوري میاشت کې د زِمبابوې او سریلانکا خلاف د بنګله دېش درې اړخیز سیریز کې غلطي او سهوې کړې وې، د کرکټ نړیوالې شورا همدا ماده وایي، که یو لوبغاړی د سهوې یا فساد مرتکب شي، باید خپله معلومات ورکړي او د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد کمېټې ته باید اعتراف وکړي او د دې کمېټې نه او یا هم د مقابل لوري نه بخښنه وغواړي، مقابل لوري نه هدف د مخالفې لوبډلې لوبغاړی دی، چې د لانجه یې ورسره راغلې وي.
د لوبو پرمهال خامخا د لوبغاړو ترمنځ ضدو، ضد بازي راځي، لفظي او فزیکي شخړې رامنځته کېږي، چې بیا ملامته لوبغاړی وروسته بخښنه غواړي او د لوبڅارانو له خوا پرې نغدي جریمه لګېږي، همدارنګه اخطار ورکول کېږي او هم منفي پواینټونه یا نومرې لوبغاړي ته ورکول کېږي.
د کرکټ نړیواله شورا په کرکټ کې هیڅ ډول فساد نه مني او که لوبغاړی یا د رهبرۍ غړي پرې ګېر شول او فساد یې ثبوت شو، بیا عمري، عمري له کرکټ څخه محرومېدل، نغدي جریمه ورکول او په موقتي ډول له کرکټ لوبو څخه محرومېدل پکې شامل دي.
له دې وړاندې د ۲۰۱۹ م کال په سر کې د هانکانګ دوه لوبغاړي، چې د پاکستان اوسېدونکي وو او دواړه ورونه وو د فساد له امله، د کرکټ نړیوالې شورا عمري، عمري له هر ډول کرکټ څخه محروم کړل.
د کرکټ نړیواله شورا وایي شکېب الحسن یو ځل په درې اړخیز سیریزکې ستونزه جوړه کړې وه او داسې عمل ترې صادر شوی و، چې هغه د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو خلاف و او همدغه سیریزکې یې دوهمه غلطي او تېروتنه هم کړې وه.
دریمه تېروتنه یې هم د ۲۰۱۸ م کال د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د اپریل په ۲۶ مه نېټه د حېدراباد او پنجاب لوبډلو ترمنځ لوبه کې کړې وه، چې همدغو درې واړو درغلیو هغه له دوه کلن بندیز سره مخ کړ.
د شکېب الحسن ګوناه څه وه، چې له دوه کلن بندیز سره مخ شو؟
په ۲۰۱۸ م کال آې پي ایل کې شکېب د حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، هغه د اپرېل په ۲۶ مه نېټه د پنجاب خلاف لوبې ته چمتو و، چې د دې لوبډلې یو مالي ملاتړي مېسټر اګروال ورسره د وټس آپ له لارې اړیکه نیولې وه او مسیجې یې ورسره کړې وې.
دغو مسیجونو یا وټس اپ پېغامونوکې شکېب ته ویل شوي وو، چې لوبډله کې یو لوبغاړی لوبه کوي، ته باید هغه لوبغاړی وچلوې، چې دا چاره به له پنجاب سره مرسته وکړي، چې حېدراباد لوبډله ماته کړي.
دا کېدای شي، چې شکېب پورې تړلې لوبه وه او یا هم د پنجاب لوبډلې یو لوبغاړي ته په راز ورکولو سره اړیکه درلودونکې، درغلي و اوسي.
لوبو کې ډول، ډول فېکسېنګې یا جوړجاړی کېږي، ځېنې وخت بالر توپ وهونکی پوهوي، که زما د لاس سټایل وګورې او زه لاس په کوم ډول تاووه وم؛ نو ته پوه شه، چې دا به چېنج، لېګ برېک یا ګوګلي بال وي، په دې ډول بیا توپ وهونکی وار له مخه پوهېږي او بیا شاټ په اسانۍ سره وهلی شي.
یعنې په لوبه کې د توپ اچونې راز توپ وهونکي ته ورکول دا هم د جوړجاړي یو ډول دی، یا په زوره وېکټ ورکول او ځان سوځول دا هم فېکسېنګ پورې تړاو لرلی شي.
شکېب الحسن سره مېسټر اګروال د وټس اپ له لارې د هغه د ډالرو، بنګله دېشۍ روپیو او نورو بانکي اکاونټونو په اړه خبرې کړې وې؛ خو شکېب ورته ویلي وو، چې زه او ته په دې اړه یواځې کینو او مخامخ خبرې کوو.
نو له دې وروسته که شکېب روپۍ اخېستې وي او لوبه یې خرابه کړې وي؛ نو په ګوناه مرتکب دی او که پېسې یې نه وي اخېستي، بیا هم په ګوناه په دې وجه ککړ پېژندل کېږي، چې د فساد کولو هڅه یې کړې وه؛ خو له وېرې او یا هم په جوړجاړي که سره وران شوي دي.
نو د کرکټ نړیواله شورا د فساد ضد کمېټه یا انټي کورپشن یونېټ یا کوډز چې دي، هغوی سیریزونه، نړیوال جامونه او د هېوادونو لیګونه څاري؛ ترڅو پکې خلک فساد ونه کړي او که فساد وشي، نو دا کمېټه اړوند سزا لوبغاړو، لوبډلو او مشرانو ته ورکوي.
د سریلانکا او زِمبابوې خلاف درې اړخیز سیریز کې هم شکېب همدې ته ورته د دوو ګوناوو مرتکب شوی و.