شفیق الله غفاري ۱۰ کلونه وروسته د افتاب عالم ریکارډ مات کړ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

شفیق الله غفاري چې د افغان نولس کلنو لوبډلې لېګ برېک ګوګلي بالر دی، د ۲۰۲۰م د جنوري په ۱۷ مه یې د افتاب عالم لس کلن ریکارډ مات کړ او په نولس کلنو افغان بالرانو کې د غوره توپ اچونې څېره وبلل شوه.
شفیق الله غفاري د سویلي افریقا نولس کلنو لوبډلې خلاف د جنوري په ۱۷ مه، په ۹ اعشاریه یو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخیستې.
غفاري د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
نوموړي د افغانستان لپاره د نولس کلنو لوبغاړو په منځ کې یو ریکارډ جوړ کړ، غفاري په ۱ اعشاریه ۶۴ ایکانومي توپ اچونه وکړه.
یعنې په هر اوور کې یې ۱ اعشاریه ۶۴ منډې ورکړې، چې خورا کمې منډې دي.
شفیق الله غفاري د سویلي افریقا خلاف دا ریکارډ جوړ کړ او د ده له برکته افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نړیوال جام لومړۍ لوبه په ستر توپیر له کوربه لوبډلې سویلي افریقا څخه وګټله.
د سویلي افریقا نولس کلنو کرکټ لوبډله په ۲۹ اعشاریه یو اوور کې ټوله وسوځېده او افغان لوبډلې ته یې ۱۳۰ منډې هدف ورکړ.
افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې دا هدف په ۲۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د عمران میر د ۵۷ منډو او د ابراهیم ځدران د ۵۲ منډو په مرسته پوره کړ او سویلي افریقا ته یې په ۷ وېکټو او ۲۵ اورونو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی شفیق الله غفاري ونومول شو.

افغان لوبډله د جنوري په ۲۲ مه خپله دویمه لوبه له عربي متحده اماراتو نولس کلنو کرکټ لوبډلې سره ترسره کوي.
شفیق الله غفاري او د افتاب عالم لس کلن ریکارډ ماتول؛
له نن څخه لس کاله وړاندې په ۲۰۱۰م کې افتاب عالم په نولس کلنو لوبډله کې لوبېده او د پاپوا نیوګیني لوبډلې پر وړاندې یې په لس اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې اخيستي وې.
افتاب عالم له ۲۰۱۰م څخه تر دې دمه د نولس کلنو افغان لوبغاړو په منځ کې د غوره توپ اچونې څېره وه، خو دا ریکارډ غفاري د سویلي افریقا خلاف په ۲۰۲۰م کې د نړیوال پنځوس اوریز جام په لومړۍ لوبه کې مات کړ.

ذکرالله ذکي بل افغان لوبغاړی دی، چې ده هم په ۲۰۱۰م کې د هانکانګ لوبډلې خلاف ۳۴ منډې ورکړې وې او پنځه وېکټې یې ترلاسه کړې وې.
مجیب الرحمن په ۲۰۱۸م کال نړیوال نولس کلنو پنځوس اوریز جام کې د نیوزیلېنډ خلاف لس اورونوکې ۱۴ منډې ورکړې وې او ۴ وېکټې یې اخیستې وې.
افتاب عالم په ۲۰۱۰م کې د هانکانګ خلاف یوه لوبه کې ۳۱ منډې ورکړې وې او ۴ وېکټې یې اخیستې وې.
اوس د افغانستان نولس کلنو کرکټ لوبغاړو په منځ کې شفیق الله غفاري تر ټولو مخکې شو او د نوملړ سر کې یې ځای پېدا کړ.