رحمان الله ګربز چې شل کاله عمر لري د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی دی، نوموړی له دې وړاندې په ۱۹ کلنو افغان لوبډله کې لوبېده.
هغه د ۲۰۱۹ م کال په وروستیو کې افغان ملي لوبډلې ته ولاړ، د بنګله دېش او ویسټ انډیز خلاف ښه وځلېد.
د ویسټ انډیز خلاف وروستۍ شل اوریزه لوبه کې یې په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخېسته.
ګربز اوس تازه ویلي، چې کوښښ کوي ترڅو په هر فارمټ یا شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې ښې لوبې وکړي او د ټولو فارمټونو سکواډونو کې ځانته ځای وکړي.
ګربز چې ځانته ۳۶۰ لوبغاړی وایي، په شل اوریزو لوبو کې ډېر چټک بېټېنګ کوي او دا چې د سویلي افریقا ای بي ډيویلیرس د لوبغالي هرې خواته شاټونه وهي؛ نو په ۳۶۰ لوبغاړي مشهور دی او دا لقب یې ګټلی دی.
رحمان الله ګربز ته د ویسټ انډیز یوه لوبه کې د ۳۶۰ نوم ولیکل شو او دا لقب یې واخېست.
ګربز په شل اوریزو لوبو کې یو چټک او تخنیکي لوبغاړی دی، هغه اوس مهال د بنګله دېش په سوداګریزو کرکټ لوبو کې د کولنا ټایګرز لوبډلې برخه دی.
نوموړي په خپله لومړۍ لوبه کې د کولنا ټایګرز لوبډلې په ګټه د دې لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ووهله.
ګربز په ۱۸ توپونو پنځوسیزه پوره کړه او د بي پي ایل په تاریخ کې یې د ۲۰۱۹ م کال پړاو کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود.
د ګربز په خبره ده سره بي پي ایل کې له تجربه زیاته شوه، د مشفق الرحیم، ریلي روسوو او رابي فرایلېنک په څېر لوبغاړي ورسره لوبېږي او د ده تجربه یې لا پخه کړه.
ګربز ویلي « کله چې زه د څلورو یا پنځه اونیو لپاره له غوره او تکړه لوبغاړو سره و اوسم ؛ دا زما لپاره ښه موقع ده، زه هڅه کې چې له مشرانو لوبغاړو تجربې واخلم او مجرب لوبغاړی شم.