ليکنه: سميع الله درانی
د انګلستا بلاسټ سیالۍ چې د جولای په ۱۸ مه نېټه پیل شوي دي، پکې اتلس لوبډلې په دوو شمالي او جنوبي ګروپونو کې لوبېږي.
راشدخان، مجیب الرحمن او محمدنبي هم په دغو سیالیوکې لوبېږي او د جنوبي ګروپ په لوبډلو کې یې ټیمونه د جدول په ټاپ ځایونوکې قرار لري.
د دې سیالیو مهمو پړاوونو پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، په دې حساس پړاو کې د جمعې په ورځ د بلاسټ سیالیو اته لوبې په پرله پسې ډول باران لغوه کړې او هیڅ ترسره نه شوې، چې په دې ډول یې هغو لوبډلو ته زیان ورسېد، چې خورا پیاوړې دي او دوهم پړاو ته د تللو تکل لري.
د جمعې په ورځ د اګسټ په ۱۶ مه نېټه په جنوبي ګروپ کې د محمدنبي دې او راشدخان دې لوبډلې مخ وې؛ خو دا لوبه د باران له امله د اوو نورو لوبو په ګډون د دروند اورښت له امله ترسره نشوې.
دا د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو اوږدې او زیاتې لوبې دي، چې په یوه ورځ یې د انګلستان په مختلفو ښارونوکې اورښت لغوه کوي او لوبې مساوي پای ته رسېږي.
د بلاسټ سیالیو په جنوبي ګروپ کې د راشدخان دې لوبډله سسېکس د نومرو په جدول کې لومړۍ ده، د محمدنبي دې لوبډله کېنټ دوهمه ده او د مجیب الرحمن دې لوبډله مېډل سېکس لوبډله دریم ځای کې ده.
د دې سیالیو ټولې ۱۴ ورځې پاتې دي، په ۱۴ ورځو کې ټولې ۳۸ لوبې کېږي، چې پلی اف سیالۍ، دوه نیمه پایلوبې او یوه پایلوبه هم پکې شاملې دي.
د بلاسټ سیالیو پایلوبه د راتلونکې میلادي میاشت ( سپټمبر) په ۲۱ مه نېټه ترسره کېږي.
تېر ۲۰۱۸ م کال کې د دې سیالیو اتلولي د لومړي ځل لپاره وارسېسټرشایر رپېډز لوبډلې ګټلې وه.