د راشدخان له هېټرېک سربېره اډیلایډ لوبه وبايلله.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راشدخان دا ځل د بېګ باش لیګ په ۲۷ مه لوبه کې د انګلستاني ټام کرن د بالېنګ ځواب ورکړ، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه.
ټام کرن، چې انګلستانی بالر دی، د سېډني سېکسرز لوبډلې په ګټه لوبېږي،نوموړي د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او ۲۲ منډې یې ورکړې.
اډیلایډ لوبډله د ټام کرن د ښې توپ اچونې له امله تر ۱۳۵ منډو محدوده کړل شوه.
ټام کرن په ۰۳.۰۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، چې دوه لوبغاړي یې بولډ اوټ کړل او دوه یې په کېچ سره بهر کړل.
د اډیلایډ لوبډلې ټولې وېکټې ولوېدې او ۱۳۶ منډې هدف یې سېډني سېکسرز لوبډلې ته ورکړ.
د سېډني سېکسرز لوبډلې د توپ وهنې لاین د راشدخان لخوا له ننګونو سره مخ شو.
د سېډني لوبډلې لوبډلمشر ډانیل هوفز د راشدخان له خوا په صفر رخصت کړل شو، جورډن سېلک یې په ۱۶ منډو کلین بولډ کړ، جېک ایډوارډز یې په صفر اېل بي ډبلیو کړ او جېمز وېنس یې هم په ۲۷ منډو په کېچ سره له لوبغالي بهر کړ.
راشدخان د یوولسم اوور په پنځم توپ وېکټه واخېسته او په شپږم توپ یې بله وېکټه واخېسته، نوموړي یوولسم اوور د دوو وېکټو په اخیستلو سره پایته ورساوه.

دا چې راشدخان د یوولسم په وروستیو دوو توپونو دوې وېکټې پرلهپسې واخېستې، نو د دیارلسم اوور د لومړي توپ لپاره راشدخان په هېټرېک و، چې انګلستانی جېمز وېنس یې په کېچ سره رخصت کړ او په دې ډول یې هېټرېک وکړ.
راشدخان په وروستیو کې یوه بله وېکټ هم واخیسته.
افغان ګوګلي بالر په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې، په دې ډول راشدخان د انګلستاني لوبغاړي ټام کرن د توپ اچونې ځواب ورکړ.
ټام کرن هم ۴ وېکټې اخیستې او ۲۲ منډې یې ورکړې وې او راشدخان هم څلور وېکټې واخېستې او ۲۲ منډې یې ورکړې.
خو راشدخان بیا هېټرېک وکړ او ټام کرن بیا په هېټرېک کولو کې عاجز شو.
د بېګ باش لیګ ۲۷ مه لوبه سېډني سېکسرز لوبډلې په ۲ وېکټو له اډیلایډ سټرایکرز څخه وګټله.