د افغان لوبډلې د توپ‌وهنې برخې نوی روزونکی او وړتیاوې یې.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

دا چې افغانستان په نړۍ کې د جګړه‌ځپلي هېواد په نامه یادېږي او ترډېره پورې ورته د کرکټ په برخه کې پرمختللي، زیات باتجربه او وړ لوبغاړي نه راځي، چې د افغان لوبغاړو ښه روزنه وکړي، نو ځينې وخت منځنۍ تجربې او ځينې وخت د کمې تجربې پخواني بهرني لوبغاړي د لوړې تنخوا او مالي امتیاز په صورت کې زړه ښه کوي چې افغانستان ته راشي او د لوبغاړو روزنه وکړي.
خو ډېری وخت د دغو روزونکو پایله یا د دوی د ناسم مدیریت له امله په زړه‌پورې نه وي او یا یې هم په دې برخه کې تجربه کمه وي.
افغان کرکټ بورډ په تېر کې د لوبډلې د روزنې لپاره ډېر باندني روزونکي هېواد ته رابللي، چې پکې پاکستانی کبیرخان، راشد لطیف، انضمام الحق، انډي مولز، جان موني، فېل سېمونس، لانس کلوزنر او اوسمهال د هېلټن اکرمن نومونه د یادولو وړ دي.
دغو ټولو هر یو په خپل ځای کار کړی او یا به یې کوي، خو افغانستان داسې یو هېواد دی، چې دلته هر څوک چوکۍ او موقف خپل حق ګڼي او ځینې کسان تر ډېره د تبدیلي اصولو ته درناوي نه کوي.
که له دندې لرې شي، نو همغه اداره، چې دوی پکې کلونه کار کړی وي، په سپکو سپکوي او خبرې ورپسې کوي.
دلته که هرڅومره پاک بهرنی کس راشي او چارې سمبال کړي، خو بیا هم د هغه شفافیت تر تیارې لاندې راځي، ځکه چې زیاتره کړۍ پکې لاسوهنه کوي او نه پرېږدي چې په سم ډول چارې مخته یوسي.
په تېرو روزونکو کې لومړی کبیر ډېر موافق و، فسټ بالران په افغان لوبډله کې کامیاب وو او توپ‌وهنه یې هم ډېره بده نه وه؛ کبیر خان له لوبډلې سره خواري وکړه او ظاهراً یې لوبډله تر دویمه او لومړۍ درجه لوبډلو ورسوله.
انظمام الحق هم د لوبډلې د رغون لپاره لاس په کار و، خو ډېر ژر له لوبډلې لرې کړای شو.
همداسې فېل سېمونس په لوبډله کې د بې اتفاقۍ خبره راپورته کړه او بالاخره یې قرارداد پایته ورسېد او دویم قرارداد یې هم ونه کړ.
اوس دوه افریقایان د افغان لوبډلې لپاره مشر او د توپ‌وهنې برخې روزونکي ټاکل شوي دي.
لانس کلوزنر د ۲۰۱۹م په وروستیو کې د افغان لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو، هغه یو الراونډر لوبغاړی دی، که څه د هغه سفر تر اوسه له افغان سره نه دی شوی، خو د ایرلېنډ خلاف به یې په مارچ میاشت کې او په اکتوبر میاشت کې به یې د اسیا جام پر مهال له افغان لوبډلې سره د مثبت کوچېنګ ننداره وکړو.
رهبري په لوبډلو کې ډېر رول لري او دا رهبریت هله ښه کېدای شي، چې رهبر مستقل او باتجربه وي.
لانس کلوزنر او کرکټ یې
لانس کلوزنر ۴۸ کاله عمر لري او د افریقایي لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی، هغه ۴۹ ټېسټ لوبې کړې، ۱۹۰۶ منډې یې کړي او ۱۷۴ یې یوه لوبه کې زیاتې منډې دي، په ټېسټ لوبو کې یې ۴ سلیزې او ۸ یې پنځوسیزې وهلي دي.
۱۷۱ یو ورځنیو لوبو کې یې ۳۵۷۶ منډې کړې، چې یوه لوبه کې یې ۱۰۳ ناسوځېدلې لوړې منډې دي، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲ سلیزې او ۱۹ پنځوسیزې وهلې دي.
۱۹۷ یې فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ لوبې کړې، چې ۲۰۳ ناسوځېدلې یې په یوه لوبه کې لوړې منډې دي.
که د لانس کلوزنر بېټېټنګ ته وګورو ډېر بد نه دی، خو هومره ښه هم نه دی، لکه څنګه چې افغان لوبډلې د روزنې برخه کې اړتیا ده، دا ځکه چې افغان لوبډله پوره روزنې ته اړتیا لري او تخنیکي برخه یې باید پیاوړې شي.
دا چې کلوزنر الراونډر دی، نو په ټېسټ لوبوکې یې ۸۰ وېکټې، یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۹۲ وېکټې او فرسټ کلاس لوبوکې یې ۵۰۸ وېکټې ترلاسه کړې دي.
رابه شو نوي کوچ ایچ ډي اکرمن ته
مخکې مو یادونه وکړه، چې افغانستان کې ډېر بهرني لوبغاړي زړه نه ښه کوي، چې دنده ترسره کړي او که راځي هم هغه بیا دومره تکړه لوبغاړي نه وي او یا هم د لوړ معاش په بدل کې افغانستان ته راځي.
اوسنی روزونکی اکرمن دومره مشهور لوبغاړی نه دی، خو الله دې وکړي، چې د افغان لوبډلې د توپ‌وهنې درد پرې دوا شي.
زموږ ستره ستونزه په توپ‌وهنه کې ده او اوس ورسره د فسټ بالرانو نشتون یوه بله غټه ستونزه ده.
له دغو ستونزو څخه د لوبډلې راایستل د دریو کسانو کار دی، د غوراوي کمېټې مشر، د توپ‌وهنې روزونکی او د لوبډلې عمومي یا مشر روزونکی، دا هغه کلیدي کسان دي، چې د لوبډلې بنسټ پیاوړی ږدي او بیا د لوبډلې د پیاوړتیا خښتې یو په بل پسې ږدي او مظبوط دېوال جوړوي.
اکرمن ټولې ۴ ټېسټ لوبې کړي، چې ۵۷ یې یوه لوبه کې لوړې منډې دي او ټولې یې ۱۶۱ منډې کړي دي.
۲۲۰ یې فرسټ کلاس لوبې کړي، چې ۱۴ زره ۶ سوه او ۲۵ منډې یې پکې کړې، ۳۰۹ ناسوځېدلې یې لوړې منډې دي، ۴۰ یې سلیزې او ۷۵ یې پنځوسیزې وهلې دي.
۲۳۰ لیست ای لوبې کړي دي، ۶۳۶۶ یې منډې جوړې کړي، چې ۴ یې سلیزې او ۴۱ یې پکې نیمه سلیزې وهلې دي.
۵۵ یې شل اوریزې لوبې کړي، چې ۱۸سوه او ۱۱ منډې یې کړي او لوړې منډې یې ۸۷ دي او پنځوسیزې یې په شل اوریزو لوبو کې ۱۷ دي.
نو که افغان کرکټ بورډ کولای شي داسې یو لوبغاړی د افغان لوبډلې د توپ‌وهنې برخې ته وګوماري، چې باتجربه او مشهور وي.
باید د کرکټ دنده یا کېریر (شالید) کې یې برخه بارزه وي او یو ښه لوبغاړی پاتې شوی وي.
د افغان کرکټ بورډ په وینا اکرمن له افریقایي کورنیو لوبډلو مشري کړې او روزنې دنده یې مخته وړې ده او د انګلستان په کاونټي سیالیو کې هم لوبېدلی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.