سمیع الله درانی
د جلال اباد ښار په زړه د سراج العمارت زرغون بڼ کې د شرق او مېټرو په نومونو د دولس اوریز کرکټ لیګ پرانېستنه پرون سهار د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه وشوه.
دا کرکټ لیګ د لس لوبډلو په ګډون د شایق مطبوعاتي نېټ ورک او مېټرو ادارې په مالي ملاتړ پیل شو.
دې لیګ کې لسګونه ځوانان د سولې او له نشه یي توکو څخه د ژغورنې پېغام رسولو په پار لوبېږي.
د شایق نېټ ورک یوه غړي او ژورنالېست نجیب الله ساحل د پرانېستې په مراسمو کې یادونه وکړه، چې د دې لیګ له جوړولو څخه یې موخه د ځوانانو ترمنځ مینه، ورورولي او د سولې پېغام رسول دي.
هغه وویل « دې کرکټ لیګ پسې، د فوټبال او ځغاستې لپاره هم ورته سیالۍ برابرې کړي او د سولې پېغام به هېوادوالو ته د ورزش په سالمې کړنې سره ورسوي».
په لیګ په جوړولو کې د زیاتو هلو ځلو ګالونکي ولید خپلواک بیا وویل چې دوی غوره وګڼله، ترڅو د داسې لوبو په وسیله ځوانان سره یو ځای کړي او سلګونه ننداره کوونکي د دوی لوبې له نږدې ننداره کړي او د راډیو له لارې یې په ژوندۍ بڼه واوري.
د شرق او مېټر په نوم لیګ کې د صفا راډیو، شرق راډیو تلویزیون، د فدراسیون ورزشي خبریالانو لوبډله، اصیل کرکټ کلب لوبډله، تندر لوبډله، د چپرهار ځوانانو لوبډله، د کرکټ ځوانانو، د کرکټ اتلانو لوبډله، سپین غر لوبډله او یوه بله لوبډله لوبېږي.
د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ لومړۍ لوبه د صفا ګروپ او شرق راډیو لوبډلو ترمنځ وشوه، شرق لوبډلې په ۱۲ اورونوکې ۱۸۳ منډې هدف وړاندې کړ.
د شرق لوبډلې لپاره حزب الله دراني په ۱۵ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله او ورپسې نقیب له پنځوسو زیاتې منډې جوړې کړې.
د صفا ګروپ لوبډلې په ۱۲ اورونوکې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د فِروز معروف خېل د ۹ شپږیزو او درې څلوریزو په ملتیا د ۸۰ منډو په مرسته ۱۵۰ منډې وکړې او لوبه ترې شرق لوبډلې په ۳۲ منډو وګټله.
د لومړۍ لوبه غوره لوبغاړی حزب الله درانی اعلان شو.
د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ دوهمه لوبه غرمه شا او خوا دولس بجې د اصیل کرکټ کلب او فدراسیون ورزشي خبریالانو ترمنځ ترسره شوه، چې د فدراسیون لوبډلې پچه وګټله او لوبډلمشر یارمحمد پردیس د توپ وهنې پرېکړه، دې لوبډلې ټولې ۴۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
اصیل کرکټ کلب ورته په ۴ وېکټو ماته ورکړه او لوبه یې وګټله.
د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د لیګ دریمه لوبه سهار ۹ نیمې بجې د کرکټ ځوانانو او کرکټ اتلانو لوبډلو ترمنځ پیل شوه، سید واحدالله ساحل چې د کرکټ ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر دی، د پچې په ګټلو سره یې توپ وهنه غوره کړه، دوی په ۱۱ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۲ منډې وکړې.
فېصل ظریفي او علي خان درې، درې وېکټې واخېستې.
د کرکټ اتلانو لوبډلې دا هدف د دریم اوور په پنځم توپ د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او ځوانانو لوبډلې ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.
د ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر واحدالله ساحل یاران وېب پاڼې ته وویل، چې د لوبې له بایللو خفه نه دی، بلکې دوی د دې لپاره لوبېږي، چې ځوانانو مثبتو لارو ته تشویق کړي او د هېواد په ابادۍ کې ګډون وکړي.
نوموړي یاران ته زیاته کړه « داسې ځوانان شته، چې هغوی د وطن د ورانۍ لپاره ټوپک په اوږه کړی او مونږ د توپک څخه بیزاره یو؛ نو مونږ بېټ په لاسونوکې ونیولې او سولې شپږیزې مو په هوا کړې».
د کرکټ د دې لوبو نندارې ته له ولسوالیو هم زیات مینوال راځي،. ابراهیم احمدزی چې له حصارک ولسوالۍ د دې لوبو لیدو ته راغلی و، د لوبو له لیدو خوښ دی.
ورسره اظهارالله جمال چې له کامې ولسوالۍ د لوبې لیدو ته راغلی و، یاران وته وویل، چې دا لوبې په هېواد کې د عامه ذهنیت جوړولو او روحي ستونزو لرې کولو لپاره ښه زمینه ده.
د شرق او مېټرو په نوم دا لیګ به شا او خوا شپږ ورځې دوام وکړي او د پایلوبې په ورځ به یې ګټونکو لوبډلو ته ډالۍ هم ورکول کېږي.
تردې لیګ وړاندې د میډیا یا رسنیو په نامه یو لیګ کابو دوه میاشتې وړاندې ترسره شوی و، چې د خبریالانو لوبډلې ګټلی و.
او پنځه میاشتې وړاندې بیا د خبریال احسان الله ساپي په هلو ځلو او کرکټ بورډ په همغږۍ یو لیګ د ورزشي خبریالانو، سېنما لوبډلې، ننګرهار ملي راډیو تلویزیون لوبډلې او د خبریالانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوی و.
اوسني لیګ په سراج العمارت بڼ کې د کلکو امنیتي تدابیرو په شتون کې پیل شوی او امنیتي ځواکونه د لوبغالي شا او خوا امنیت ته ولاړ دي.