افغان جګړه کې چا ماتې وخوړه؟ یو ملت اوڅو نظرونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: عاشق الله نجيبي

په هیواد اونړۍ کې دوه جلا نظرونه شتون لري ځینې په دې نظر دي چې امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه او ځینې بیا وایې امریکا خپل هدف پوره او بیرته لاړه
که څه هم امریکا د افغانستان په اشغال کې زیات تاوان ولیده او ډېر سرتیري یې، هم له لاسه ورکړل همدارنګه د امریکا ولسمشر جوبایډن هم وویل چې د افغانستان په جنګ کې هره ورځ مونږ ۳۰۰ زره ډالر مصرف کړي، همدا محاسبه په شلو کلونو کې ضرب کړئ او وګورئ چې څومره مصرف یې کړی، دا مصرف یې د افغان ولس لپاره نه دی کړی؛ بلکی د خپلو ګټو لپاره یې کړی، د امریکا د جنګ په تاریخ کې دا ثابته شوې، چې امریکا د جنګ لپاره نه جنګیدله اونه جنګېږي په افغانستان کې یې هم هدفونه معلوم وه
لومړی هدف یې دالقاعده او نورو ترورستانوځپل وو.

دویم هدف یې په سیمه کې چین، روسیه، ایران او په نسبی ډول کوریا ته اخطار او طاقت ښودنه وه.

شل کاله وړاندې که فکر وکړو امریکا ته د یرغل زمینه طالبانو برابره کړه او په ۲۰۰۱ م کال دسپټمبر په ۱۱ نیټه القاعده د امریکامتحده ایالاتو په لویو ښارونو نیویارک او واشنګټن بریدونه وکړل زیات زیان یې ور واړوه، طالبانو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته په افغانستان کې ځای ورکړ، په همدې سره د افغانستان اشغال ته زمینه برابره شوه، اوس پوښتنه داده چې په هغه وخت کې له امریکا سره د جنګ یا جهاد لپاره ولی نورو هیوادونو د طالبانو حمایه ونه کړه؟
که حمایه یې شوی وایې ، شاید دقوي مبارزې، له امله اشغال نه و شوی، ځکه په هغه وخت کې هم ټول افغان ملت د طالب ترشاه ولاړ و او داسلامي نظام حمایت یې کاوه، د هغه وخت زیان ته که وګورو څومره افغانان مهاجرشول، څومره نور له ژونده بې برخې شول، څومره میندې بورې شوې، څومره بچي یتیمان شول، هیواد موپه کنډواله بدل شو، بلاخره طالبانو ماتی وخوړه اوامریکا کابل اشغال کړ، خو امریکا ورته د اشغال پر ځای د استعمار نوم ورکړ او خپل وحشي مزل یې پیل کړ، که څه هم هیواد مو په نسبي ډول پرمختګ وکړ، خو دا د امریکا کومه لاسته راوړنه نه وه بلکی د افغان ولس خپل همت اوتوان وو، چې په هره برخه کې یې په نړیوالو ځان وپيژنده، نړیوالو هم دلته سرمایه ګزارۍ ته زړه ښه کړ، خوطالبانو سره د خپل غچ اخستلو فکر و او همدې لارې ته یې ادامه ورکړه، پوښتنه داده چې طالب دتېر شل کلن جنګ لپاره چا حمایه کړ؟

ځواب یې ضرور همدا کیدای شي ، چې هغه چا چې امریکا ته د افغانستان د اشغال لپاره په خپله خاوره کې اډی ورکړی.
لنډه دا چې امریکا یا ماتې وخوړه او یا یې خپل هدف پوره او لاړه، خو دابه ووایو،چې افغانستان ته څه پاتی شول؟ په تیر جنګ کې دواړو خواو ته مالي او ځاني زیانونه وا وختل چې قربانیا یې همدا افغانان وه.

آیا دا دومره اوږده جګړه په دومره زیان ارزیدله؟
هغه بی ګناه افغانانو ته اوس څوک د ځواب ویلو شته چې د کورنۍ غړی یې په جګړه کي له لاسه ورکړی، بی موره شوی ،بی پلاره شوی اونور..

بیابه هم دا هر څه ولس شاته کړی او د یوه نوی ژوند پیل به وکړی،خو که ملی فوځ یې راجوړشی ،ملي بیرغ یې په خپل ځای پاتې شي، عامه تاسیستان يې وساتل شي او داسې یوقوي حکومت رامنځ ته شي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شي او د هغه دښمنو هیوادونو زړونه وچوي چې زمونږ د بربادۍ ننداره یې کوله.
د یوه سوکاله ژوند په هیله

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.