افریقایي بالر وایي، کله چې زما په لاس کې توپ وي، غواړم چې یو څوک پرې ووژنم

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: سميع الله درانی
د افریقا چټک توپ اچوونکي فونیکو این ګم وایي، کله چې زه توپ په لاس کې ولرم او توپ اچونه کوم، زړه مې غواړي چې توپ وهونکی پرې ووژنم.
هغه ویلي غواړي چې د تور پوستو کرکټ لوبغاړو لپاره نوې هیلې ورکړي او راتلونکي نسل ته لارښوونه وکړي.
د کرېک بز وېب پاڼې یوه کیسه رااخېستې، وېب پاڼه لیکي، تېر کال د هندوستان او افریقا د ټېسټ لوبې په دوهمه ورځ په سېنټورین لوبغالي کې لونګي اېن ګېډي د ټېسټ لوبو پیل وکړ، هغه مهال ډوپلېسي، ډېره توپ اچونه په اېن ګېډي وکړه او بل انتخاب له لوبډلمشر سره کګېسو رباډا و.
دواړو ځوانو تور پوستو د افریقا لپاره خورا ښکلی بالېنګ وکړ، اېن ګېډي چې دا یې لومړۍ لوبه وه پکې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخېسته.
د ډیل سټین او مورکل په نشتون کې اوس رباډا او این ګېډي د توپ اچونې په برخه کې پاچاهي کوي او د افریقا خورا خطرناک بالران دي.
نن سبا د افریقا لوبډله کې د سپین پوستو لوبغاړو پرځای تور پوستي هم په ډېرېدو دي.
این ټېني او اېن ګم دواړه تور پوستي دي، دواړه د افریقا په لوبډله کې لوبېدلي، ۲۰۰۰ م کال کې اېن ګم د سریلانکا خلاف ټېسټ لوبه کې د جایاسوریا په ګډون درې وېکټې واخېستې.
مکایا اېن ټیني هم له ۲۰۰۰ م کال وړاندې افریقا سره لوبېده.
د افریقایي لوبغاړو لپاره د ټېسټ لوبو د زده کړې په خاطر یو ښوونځی وي، چې دې ښوونځي کې زده کړې وکړي؛ نو بیا داخلي ټېسټ لوبو ته اخېستل کېږي.
خو اېن ګم له دې ښوونځي پرته ټېسټ لوبو ته راغلی دی او ښایي چې وړتیا یې لوړه وه.
هغه وایي ((زه ډېر غوسه ناک رالوی شوی یم، ما هڅه وکړه، چې خپله غوسه کنټرول کړم، ما پر مثبتو اړخونو سوچ وکړ، چې ښه فسټ بالېنګ وکړم، دا هغه څه وو چې ما پرې خپله غوسه یو څه کنټرول کړه)).
اېن ګم نه یواځې دا چې یو بالر و؛ هغه به د یو ترهګر په توګه له توپ وهونکي سره چلند کاوه، تل به یې هڅه دا وه، چې توپ وهونکی له مخې پورته کړي او وېکټې واخلي، هغه خورا متشدد و.

دغه غوسه ناک بالر وایي د تمریناتو پرمهال ورته هیڅ افریقایي توپ وهونکی نه ودرېده، چې د ده توپ ولوبوي، هغه کیسه کوي، ۲۰۰۰ م کال کې له سریلانکا سره تر ټېسټ لوبې مخکې، هارشل ګېبز پسې ورغی، چې نېټ یا جال کې د ده توپونه ولوبوي، خو هغه وویل چې زه نه ودرېږم، هغه زیاتوي زه جېکس کېلېس پسې ورغلم، چې زما توپونه ولوبوي، خو هغه هم چمتو نه شو او بالاخره هر یو توپ وهونکي ډډه کوله.
دی وایي یو توپ وهونکی زما درې توپونوته ودرېد.
اېن ګم وایي ((له دې وروسته ما سمه توپ اچونه کوله او خلکو به بیا په راډیوګانو کې زما غوښتنه کوله او ما سره د خلکو مینه زیاته شوه)).
فونیکو اېن ګم زیاتوي؛ چې کوڅو کې به ګرځېدم نو دا زما لپاره ډېره سخته وه، چې یو تور پوستی دې په کوڅو کې وګرځېږي، هغه وایي ما خواري پیل کړه، هر سهار مې ۳ یا ۴ کېلومټره منډه وهله او زه پرې خپلو خوبونو ته ورسېدم.
د فونیکو اېن ګم د توپ اچونې لېنک:

د هغه د مرکې لېنک