۹۵ کلن جمیز؛ د افغانستان په اړه مستند فلم جوړوي

سپینه تجريدي ډیزاین

د فلمونو مشهور ډایرکټر جیمز آیووري غواړي چې د افغانستان په اړه مستند فلم جوړ کړي.
هغه، چې اوس مهال ۹۵ کاله عمر لري، غواړي دا مستند افغانستان ته په ۱۹۶۰ کال کې د خپل سفر په اړه جوړ کړي.

نوموړی به په خپل دې فلم کې له څو لسیزو جګړو وړاندې سوله ایز افغانستان نندارې ته وړاندې کړي.

د آیووري همکار ګیلز ګاردنر ویلي چې دا فلم له لومړیو شېبو څخه زړه راښکونکی دی.
ګارډنر ویلي، هیڅ نه باوروي چې پخوانی افغانستان دې د اوس په څېر بد حالت ته رسېدلی وي.

جیمز آیووري په ۲۰۱۷ کال کې چې ۸۹ کلن و، د اسکار جایزه وګټله.

ده ته دا جایزه د هغه فلم د سناریو په خاطر ورکړل شوه چې نوم یې دی ’’ما ته په خپل نوم غږ وکړه’’.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه یو شمېر مستندونه جوړ شوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي