ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ په نړيوال جام کي د افغانستان سفر پايته ورسيدی خو ناکامه وو.
دا دويم ځل وو چي افغانستان په يو ورځني نړيوال جام کي ولوبيدی،که څه هم په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي يې يوه لوبه د سکاټلينډ څخه وګټله خو دا ځل يې ۹ پرلپسې لوبي بايلولې.
د افغان لوبډلي ددې خرابي کارګردګۍ لاملونه لږ دي خو خبري ډيري دي.
موږ قضاوت نکوو خو د افغانانو او همدارنګه د هغو مينوالو نظرونو باندي به کتنه وکړو چي افغان لوبډلي يې هغومره تنده ور خړوبه نکړه څومره چي يې ترې هيله وه.
محمدنسيم ميوندوال وايي: بې وخته د لوبډلمشر تغیر،د شهزاد لري کېدل ،دا هغه لاملونه دي چه د لوبغاړو زړونه مات سوله اومورال یی دلاسه ورکړ .
دی وايي طبعی خبره ده چه د ملګرو تر منځ اساس وخت کي تغیر او تبدیل ،لېږل را لېږل مایوسي رامنځ ته کوي.
زه وایم چه مخکني لوبډلمشر که هر څوک لوبول دافغانستان په نوم وه نه د کوم ولایت یا سمت په نوم بل پلو دبرحاله کفتان غلطي پریکړي دا ټول اساسي لاملونه وه.
شيراحمد درويش، مطیع الله اسحاق،ولي احمد ذاکر،بهير بارکزی،امان الله پښتون او عمر نوري ټول پدې نظر دي چي بې وخته بدلون ددې لامل سو چي افغانستان هيڅ لوبه ونه ګټله.
راز پکتياوال بيا په بل نظر دی، وايي اصغر افغان پخپلي لوبډلمشرۍ کي ښې لوبي نکولې، نبي او راشد ورسره په بريا کي مرسته کوله،خو برخلاف ګلبدین پخپلي لوبډلمشرۍ کي ښه ځليږي خو راشدخان او محمدنبي ورسره همکاري نکوي،عبدالشکور مشکور هم په همدې نظر دی.
ذبیح االله ذهين وايي: د هري لوبي د بایللو بیل لاملونه وه.
۱_ د باتجریبه لوبغاړو ښه لوبه نه کول .
۲ د لوبډلمشر سره تضاد
۳د ګلبدین ناسمه کپتاني که څه هم خپله ښه لوبیدلی.
۴د ځینو لوبغاړو اوټ اف پام کیدل.
نصرت الله سراج هم د خپلو هيلو په اړه وايي:
موږ به دزړه ددرده یوڅه ولیکو چي ستونزي چیري وې!
۱:بیکاره لوبډلمشري او بیکاره مدیریت
۲: دلوبغاړو ترمنځ بې اتفاقي
۳: په داسي اساس وخت کي د لوبډلمشر بدلول
۴: دیوه اضافي بالر نشتون په لوبډله کي
۵: دبیټینګ لاین غلط کارول
۶: دتیز چپه توپ اچونکي نه درلودل لکه سعيد شیرزاد غوندي، ځکه زموږ تیز بالران ټول راسته وو
۷: داوپنینګ نه درلودل
۸: دسینیر لوبغاړو بې پروایي
۹ : د ډیرو ډاټ بالونو لوبول
۱۰:دفیټنیس ستونزه ځکه په ټول نړیوال جام کي موږ ترسل زیاتي منډي په میس فیلډینک کي ورکړي.
عابده سوله بيا وايي: په لوبغاړو کي دلومړي نه دتغیراتو تاثیر پروت وو، او وروسته دخلګو خبري بد رد او دځانه نظریې.
دا وايي لوبغاړو تر خپل وسه هر ځل کوښښ وکړ داچي نه توانیدل نو ونه توانیدل.
نقيب خان بیا وايي لوبغاړو ډير میس فیلډينګ وکړ همدارنګه هيڅ اوپنر په ۸ لوبو کي تر ۴۷ اضافي منډي ونکړې.
عبدالباري وصال وايي: لوبغاړو په خپل منځ کي همږغي نلرله هرچاپه خپل سر کارونه کول دلوبډلمشر خبروته چا غوږ نه نیوی ،محمدنبي شاکر، احسان الله ارين،عبدالاحدميوند،عبدالخالق،عبدالوهاب زعفران او اسدالله صافی هم په همدې نظر دی.
سعيد الله مومند بیا په بل نظر دی،وايي ستونزه په بیټينګ کي وه په بال کي نه وه.
ښه بیټينګ لرو خو استعمال یې صحیح ونسو.
نبي یا نجیب باید ون ډاون پوزیشن لوبولی وای.
مونږ د لږ هدف په پوره کولو کي ډير توپونه بې ځايه مصرفول.
دا نظریه د نوروزمنګل مکمل غلطه ثابته سوه چي بالونه ولوبوۍ او په اخري اورونو کي منډي راځي.
منډي رانغللې بلکي ویکیټي ولاړې.
سید احمد زيارمل هم په همدې نظر دی.
فضل الرحمن همدوش وايي:د لوبغاړو تر مینځ سوئ تفاهم او د پوره هماهنګۍ نه درلودل هغه علتونه دي چی ټولي لوبي مو وبایللې…. ځیني بې ځایه خودخواهۍ د لوبغاړو او همدارنګه بې وخته تغیرات.
هدایت الله، علي محمد احسان، او مصطفی کمال هم په همدې نظر دي.
په عموم کي که د خلکو نظرونو ته وګورو هريو حتماً په يو وجه د کريکټ ملي لوبډلي څخه ناخوښه دي.