په افغان کريکټ بورډ کي د پردې ترشا څه روان دي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د نويو تغيراتو په راتګ سره د کريکټ بورډ ځينو چارواکو يو بل ته اخطارونه ورکړي.
د ملي لوبغاړو ترمنځ کشمکشونه، د لوبډلمشرۍ پر سر ناهيلۍ او د يوبل ترمنځ بې اتفاقي تر ډيره بريده له منځه تللې، خو دادی اوس په کريکټ بورډ کي نوې ډرامه پيل سوې.
د افغانستان کريکټ بورډ په کلنۍ غونډه کي د حکومت هغه چارواکي چي پر کريکټ د څار دنده لري د بورډ د ځينو کار کوونکو دندي وځنډولې.
FB IMG 1562677104301 2 په افغان کريکټ بورډ کي د پردې ترشا څه روان دي؟
د کريکټ بورډ سرپرست اجرایوي رئيس اسدالله خان د ملي لوبډلي مدير نويد کاکړ او د غوراوي کميټې د مخکني مشر دولت احمدزي دندي يې تر نا مالوم وخت د څيړنو په منظور وځنډولې.
همدارنګه د کرېک انفو وېب پاڼې لیکلي وه چي، افغان تيز توپ اچوونکی افتاب عالم د انګلستان په ساوتمټن ښار کي د یوه هوټل له ښځینه مېلمنې سره بد چلند کړی و؛ نو ځکه له لوبو رابهر سو،چي دا يې د عاطف مشعل په حواله خپور کړی وو.
خو اوس د کريکټ بورډ مشاور تاج ملوک عالم، ملي لوبغاړی کريم صادق او همدارنګه پخوانی سرپرست اجرائیه رئیس اسدالله خان و کریکټ بورډ او عاطف مشعل ته اخطارونه ورکوي.
تاج ملوک عالم پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي ليکي:
IMG 20190709 171810 په افغان کريکټ بورډ کي د پردې ترشا څه روان دي؟
((جناب سفیر صیب هغه اساس نامه چی تا پخپله پاس کړی په هغی کی کوم ځای کی لیکل شوی چی تا نن زمونږ اجرایوی کسان هر یو ضیاالحق ضیا عبدالهادی دریځ، تدارکاتو مدیر، مالی مسول، دپاره نن ځانګړی محکمه جوړه کړی وه او په توهین سره دی چا ته ویلی چی ته مه غږیږه او ته وغږیږه ایا د بورډ غړی چی حکومتی چوکی هم لری دا حق لری چی اجرایوی معاملو کی مداخله وکړی؟
پرون دی اعلان وکړو چی دولت احمدزی، اسد الله خان، او نوید صایم نه دوه هفتو جریان کی په ځینو مواردو کی څیړنی کیږی او دندی دی ورته وخنډولی بیا دی څنګه په سو ساعتونو کی خارجی میډیا کی مجرمان اعلان کړل ایا ته نه پوهیږی چی دا کارونو زمونږ د اساس نامی او ای سی سی پالیسی سره په ټکر کی دی او کولای شی چی د افغانستان کرکټ بینډ کړی.
جناب ولسمشر صیب په هیڅ هیواد کی یو برحاله سفیر د بورډ غړی نده او امرخیل صیب دا هر څه ستاسو په شتون کی روان دی دا چی د عمومی ریس او اجرایوی ریس لپاره کومه ډرامه روانه ده له هغی هم خبر یو تیم یو ځل بیا د تباهی کندی ته ورغورزولو له پلان هم خبر یو هیحکله به اجازه در نکړم که تا خپله محکمه سبا نه ونه تړله نو مونږ به د افغانستان زرګونه کرکټران، ولایتی نمایندګان، د زونونو مشران به خپل تصمیم ونیسو او د ټولو عواقبو زمدار به ناسو وی.))
تر دې پوسټ وروسته کريم صادق هم پرخپل رسمي فیسبوک پاڼي لایف ويډيو کي کريکټ بورډ په ډلبازیو تورن کړ،لوبغاړي يې بې اتفاقه وبلله او دکریکټ راتلونکی يې د خطره ډک وباله،خو وروسته هغه ويډيو ګاني هم ډيليټ سولې.
images 2019 07 09T180050.933 په افغان کريکټ بورډ کي د پردې ترشا څه روان دي؟
همدارنګه نن پخواني سرپرست اجرائيه رئيس اسدالله خان چي څو ورځي وړاندي يې دنده وځنډول سوه پرخپلي رسمي فیسبوک پاڼي له ملي او نړيوالو رسنيو وغوښتله چي دده سره مرکې وکړي او په ژونديو پروګرامونو کي به دی د کریکټ بورډ د مافيا او فسادونو په اړه اسناد او شواهد وړاندي کړي.
20190709 180242 په افغان کريکټ بورډ کي د پردې ترشا څه روان دي؟
داچي د ځينو ملي رسنيو خبريالان ورغلي وه چي مرکه ورسره وکړي خو اسدالله خان ترې پټ سوی وو.
اوس خبره داده چي ولي تر نن ورځي پوري نه تاج ملوک عالم، نه هم اسدالله خان او نه هم کریم صادق د بورډ د فساد په اړه ږغ پورته کوی، ولي تر اوسه چپ پاته وه ؟ که څه هم څو څو ځلي کريکټ کي پټو سرچينو د غټو فسادونو په اړه ويلي وه خو دوی به تل چپه خوله پاته وه.
کريکټ د ملت لوبه ده اوس هرڅوک پرې پوه سوي که یوه لوبه بایلي احساسات يې زخمي کیږي او که يې ګټي خوشحالۍ کوي خو هغه کسان چي اوس ددې لوبي په مدیریت کي دي ولي د ولس احساسات نسي درک کولای او لوبي ورسره کوي؟!