د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي پرون جمعه د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ نړیوالۍ درجه بندۍ اعلان کړې، چي د لوبغاړو په دوو درجه بندیو کي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل لا هم د نړۍ پر الراونډرانو باچاهي کوي.
آی سي سي د شل آوریزه او یو ورځنیو دواړو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي بیا هم افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی ټاکلی.
محمدنبي عیسی خېل ته د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي ۲۹۴ نمرې ورکول شوي او د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کي بیا ۳۰۱ نمره ورکول شوې.
د شل آوریزه سیالیو نړیواله درجه بندي کي د نړۍ لس الراونډران:
۱ـ افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل؛
۲ـ د زیمبابې هیواد سین ویلمس؛
۳ـ د آسټرالیا ملي لوبډلي لوبغاړی کلین مکسویل؛
۴ـ د سکاټلینډ هیواد ریچارډ برینګټون؛
۵ـ د ایرلینډ هیواد ګریټ ډینلي؛
۶ـ د عُمان هیواد خاور علي؛
۷ـ د کینیا هیواد کولینز اُوبای؛
۸ـ د متحده عربي آماراتو لوبډلي لوبغاړی روحان مصطفی؛
۹ـ د عُمان هیوا زیشان مقصود؛
۱۰ـ د بنګله دېش هیواد محمدالله؛
د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کي د نړۍ لس الراونډران:
۱ـ افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل؛
۲ـ د انګلستان هیواد بین سټوکس؛
۳ـ د پاکستان عماد وصیم؛
۴ـ د نیوزیلینډ کولین ډي ګرینډهوم؛
۵ـ د انګلستان کریس ووکس؛
۶ـ افغان لوبغاړی راشدخان؛
۷ـ د هندوستان رویندرا جدیجا؛
۸ـ د نیوزیلینډ مچیل سانتینر؛
۹ـ د زیمبابې سکندر رضا؛
۱۰ـ د زیمبابې سین ویلمس؛