نن افغانستان د ویسټ انډيز سره دوهمه ۲۰ آوریزه لوبه ترسره کوي.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې دوهمه شل آوریزه لوبه نن ماښام ۶ بجې پېلیږي.
78316559 2498951267026123 83078235306328064 o نن افغانستان د ویسټ انډيز سره دوهمه ۲۰ آوریزه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ د پنجشبنې په ماښام پيل سوه، چي په لومړۍ لوبه کي افغان لوبډلي د ویسټ انډيز څخه د ۳۰ منډو په توپیر ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي لومړی ویسټ انډيز توپوهنه وکړه.
ویسټ انډیز په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
75534804 2497943613793555 5564615493337219072 o نن افغانستان د ویسټ انډيز سره دوهمه ۲۰ آوریزه لوبه ترسره کوي.
کله چي د افغانستان ملي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډي جوړي کړې او په دې سره ئې په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي په ۳۰ منډو له ویسټ انډیز څخه ماته وخوړه.
75501028 2498017807119469 2388842715337981952 o نن افغانستان د ویسټ انډيز سره دوهمه ۲۰ آوریزه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ بیا درېیمه شل آوریزه لوبه سبا یکشنبه ماښام ۶ بجې ترسره کیږي.
افغان لوبډلي تر دې مخکي د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ ویسټ انډیز ته درې پر صفر بایللې.