فوټبال: ریال ماډریډ لوبډلي بارسلونا ته ماته ورکړه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د سیالیو په لړ کي تېره شپه ناوخته د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته سوې، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۰ بارسلونا ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره وینسیوس جینیور د لوبي په ۷۱یمه او ماریانو بیا د لوبي په ۹۰یمه دقیقه کي ګولوهني ترسره کړې.
دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره سوه.
barcelona real madrid 181219zt فوټبال: ریال ماډریډ لوبډلي بارسلونا ته ماته ورکړه!
په یاده لوبه کي دواړو ټیمونو ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه، خو بارسلونا د پخوا په پرتله ښه لوبه نکړه ترسره او برعکس ریال ماډریډ بیا تر پخوانیو لوبو خورا ښه وځلېدل.
د ریال ماډریډ او بارسلونا لوبډلو ترمنځ پرونۍ لوبي ته د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي پخوانی او د جیونټوس کلب اوسنی تکړه او نوموتی فوټبالر کریسټیانو رونالډو نژدې دوه کاله وروسته سانتیاګو برنباوو لوبغالي ته ورغلی وو او لوبه ئې له نژدې وکتله.
88020882 752123401983219 3071209170658131968 n فوټبال: ریال ماډریډ لوبډلي بارسلونا ته ماته ورکړه!
ریال ماډریډ په یادي بریا سره د بارسلونا څخه په لالیګا لیګ کي د جدول لومړی ځای ونیوی.
اوس د جدول په لومړي ځای کي ریال ماډریډ د ۵۶ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای او بارسلونا بیا د ۵۵ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای لري.
ریال ماډریډ او بارسلونا هغه دوې نړیوالي لوبډلي دي، چي د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم خورا زیات مینوال لري.