د جرم په اثبات کې د يوې قرينې رول

ليکوال: ولي الله حنيفي

د قرينې تعريف:

قرينه يو عربي مونث لفظ دی، په پښتو کې هم په همدې نوم باندې پېژندل کېږي، په لغت علامې، نښې او يا هغه څه چې انسان ته د پوهېدلو لپاره دليل وي په معناوو باندې استعمالېږي.
قرينه په اصطلاح کې د هغه سبب په اساس چې د دوو واقعو په منځ کې ارتباط رامنځته کړي، يا د هغې واقعې استنباط او راويستل دي چې ثابته نه وي له هغې واقعې څخه چې ثابته وي، يا د مجهولې واقعې ثابتول دي د معلومې واقعې څخه د هغه علاقې له مخې چې د دواړو په منځ کې شتون ولري.

د قرينې ډولونه:

قرنيې له مختلفو جهتونو نه په مختلفو ډولونو ويشل شوي دي چې تر ټولو مهم يې د قوت له مخې د قرينې ډولونه دي. د قوت له مخې قراين په درې ډوله ويشل شوي دي چې په لاندې ډول يې د بحث لاندې نيسو.
۱: قاطع قرينه: هغه نښه يا علامه ده چې د يقين حد ته رسېدلي وي، يا قاطع قرينه هغه قرينه ده چې چې د هغې په دلالت د يو مجهول امر وجود معلومېږي، چې نوموړې موضوع د مدني محاکماتو اصولو قانون ۳۳۸ ماده کې ذکر شوې ده.
۲: مستنبطه قرينه: هغه ظني او غالبه قرينه ده چې د دعوې د وقايعو او د دعوې د دواړو خواو د تصرفاتو څخه استنباط شوي وي. د دې تر څنګ د مدني محاکماتو اصولو قانون ۳۳۹ ماده په دې اړه داسې صراحت لري: مستنبطه قرينه هغه قرينه ده چې محکمه يې د دعوې د اړوندو حالتونو او د محاکمې له بهير څخه استنباطوي او وروسته يې په دخپل حکم کې د دليل په توګه ور باندې اتکا کوي.
۳: کاذبه قرينه: هغه قرينه ده چې هېڅ شی لکه علم او ظن نه افاده کوي او هېڅ اثار ورباندې نه مرتب کېږي او هېڅ دلالت ور باندې نه وي.
د جرم په اثبات کې اغېز لرونکي قراين:
د جرم په اثبات کې اغېز لرونکي قراين لاندې ذکر شوي موارد په تخصصي کتنو کې د اهميت د درجې په پام کې نيولو سره د اغېز منو قراينو په توګه پېژندل کېږي او د جرم د اثبات د دليل او د حکم د سبب په توګه پرې اتکا کېدای شي.
غږيز او انځوريز نوارونه، انځوريزه څارنه(ويډيو)، د پټو(مخفي) اقداماتو څخه تر لاسه شوي اطلاعات، د لاسونو د ګوتو اثار، د لاسونو او پښو د ورغوو کرښې، مرميو او کارتوس د پاسه بالستکي اثار، فلزي او نورو سختو موادو اثار، د ښيښې ټوټې، د وينې اثار، د بوټانو اثار، د غاښ اثار، د ويښتانو اثار، الکتريکي، بيولوژيکي او کيماوي اثار، ناريه، جارحه او منفلقه موادو اثار، د نقليه وسایطو اثار، د مايعاتو، منسوجاتو، لکو، تېزابونو او املاحو اثار او نور هغه اثار چې د اهل خبره په نظر علماً ثابت شي او د جرم په تثبيت او د هغه د مرتکب په تشخيص کې اغېز من وي، نوموړې موضوع د جزايي اجراتو قانون ۱۹ مادې ۵ بند کې ذکر شوې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې حکم صادرونکې مرجع په يوه قرينه حکم کولای شي کنه؟ يا يوه قرينه په يوازې سر د الزام دليل يا د حکم سبب کېدای شي کنه؟ د دې پوښتنې ځواب د لاندې مطلب په ضمن کې روښانه کوو.
د جرم په اثبات کې د يوې قرينې رول:
يوه قرينه په يوازېتوب سره هېڅکله د الزام دليل او يا د حکم سبب نه شي کېدای او نه هم قاضيان کولای شي چې په يوه قرينه باندې حکم صادر کړي مګر دا چې قرينه قاطع وي او يا مستند سازي شوې وي، په دې اړه د جزايي اجراتو قانون ۲۴ ماده په دې ډول صراحت لري: د يوې قرينې شتون په يوازيتوب سره د پېښې د اثبات سبب نه کېږي، خو دا چې قرينه قاطع وي او يا نور دلايل هغه تائيد او پياوړې کړي. همدا شان د قضايي ضبط مامور او څارنوال مکلف دی چې دجرم د پېښېدو او منظون يا تورن د الزام د اثبات په اړه متعدد دلايل راټول کړي،همدارنګه د جزايي اجراتو قانون د ۱۹ مادې ۳ فقره داسې صراحت لري: قراين يوازې په هغه صورت کې د الزاميت بنست جوړوي چې د اړوندو حقايقو يوه دقيقه او سازګازه ځنځيره جوړه او په کل کې جرمي عناصر ثابت کړي همدا شان محکمه نه شي کولای چې په خپل ظن(ګمان) او په دلايلو کې د شبهې د شتون په صورت کې، د تورن په الزاميت حکم وکړي .نو په نتيجه کې ويلای شو چې يوه قرينه په هېڅ صورت د الزام دليل يا د حکم سبب نه شي کېدای مګر دا چې قرينه قاطع(د يقين تر حده رسېدلې وي) او يا نور اړوند حالات هغه تائيد او پياوړې کړي.
سرچينې:
۱: کريمنالستيک،پوهنوال محفوظ الله عارفي(۱۳۹۷).
۲: د عدلي او قضايي اجراآتو لارښود، پوهندوی شمس الاسلام شمس صافی(۱۳۹۵)
۳: د جزايي اجراآتو قانون(۱۳۹۳)
۴: د مدني محاکماتو اصولو قانون