ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ د نړيوال جام ۴۰مه لوبه د هندوستان او بنګلدیش ترمنځ ترسره سوه.
د لوبي پچه هندوستان وګټله او د توپوهني پريکړه یې وکړه.
د روهيت شرما په سليزه سره هندوستان په ۹ ويکټو ۳۱۵ منډي هدف وټاکی.
لوکيش راحول ۷۷، روهيت شرما ۱۰۴، ریشب پنت ۴۸، او ډهوني ۳۵ منډي وکړې.
د بنګلديش لپاره مصطفیض الرحمن ۵، شکیب الحسن،روبل حسين او سمايا سرکار يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د هند د ۳۱۵ منډو هدف په تعقیب تمیم اقبال ۲۲، سمایا سرکار ۳۳، شکيب الحسن ۶۶ او محمد سيف الدین ۵۱ منډي وکړې ، په ۴۸ اوورونو کي د بنګلديش ټول لوبغاړي وسوځيده.
د هند لپاره بونیشور کمار،چاهال او محمدشمې يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه،همدارنګه جسپريټ بومرا ۴ او هاردیک پانډيا ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
هندوستان وکولای سوله چي د ۲۸ منډو په توپير بنګلديش ته ماته ورکړي،او ويې سول کولای چي نيمه پایلوبي ته لار پيدا کړي.
روهيت شرما د لوبي غوره لوبغاړی سو.
اوسمهال هندوستان د نړيوال جام په جدول کي دويم او بنګلديش اووم ځای لري.
د نړيوال جام په لړ کي نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د انګلستان او نيوزلينډ لوبه ده.