بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلو خپلو سیالو ټیمونو ته ماتي ورکړې.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: صابرحمیدي
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۴مي اونۍ لوبو څخه پرون بارسلونا د لګانس سره او ریال ماډریډ بیا د ریال سوسیداد فوټبال لوبډلي سره ولوبېد.
بارسلونا د لګانس فوټبال لوبډلي څخه په سختۍ لوبه ۲ ګولونه پر ۱ وګټله.
inbound8090225839361414370 بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلو خپلو سیالو ټیمونو ته ماتي ورکړې.
په یاده لوبه کي لومړی د لګانس لپاره د لوبي په ۱۲مه دقیقه یوسف این ناصري ګولوهنه وکړه او لومړۍ نیمایي یو ګول په مقابل کي د صفر د لګانس په ګټه پای ته ورسېده.
inbound6812334275433780858 بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلو خپلو سیالو ټیمونو ته ماتي ورکړې.
خو وروسته بارسلونا کلب خپلو حملو ته زور ورکړ، چي لیویز سوارز په ۵۳مه او ویدال بیا په ۷۹یمه دقیقه کي د بارسلونا لپاره ګولوهني وکړې او لګانس ټیم ته ئې دوه ګولونه پر یو ماته ورکړه.
ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي بیا ریال سوسیداد ته ۳ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه.
inbound3763004680020828253 بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلو خپلو سیالو ټیمونو ته ماتي ورکړې.
په یاده لوبه کي لومړی د ریال سوسیداد لپاره ویلین جوس د لوبي په ۲مه دقیقه ګولوهنه وکړه، خو وروسته کریم بنزما په ۳۷مه، پیډریکو والویردې په ۴۸مه او لوکا موډریچ بیا په ۷۴یمه دقیقه کي د ریال ماډریډ کلب لپاره ګولونه ولګول.
inbound355568445022507896 بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلو خپلو سیالو ټیمونو ته ماتي ورکړې.
د دې لیګ په دوو نورو لوبو کي پرون شنبه ریال بیټیس د والینسیا سره او اتلاتیک ماډریډ بیا د ګراناډا ټیم سره ولوبېد، چي ریال بیټیس ۲ ګولونه پر ۱ والینسیا ته ماته ورکړه، خو اتلاتیک ماډریډ بیا لوبه یو ګول په وړاندي د یو ګول د ګراناډا سره مساوي کړه.
inbound8236256714459893012 بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلو خپلو سیالو ټیمونو ته ماتي ورکړې.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا د ۲۸ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، ریال ماډریډ هم ۲۸ نمرې لري، خو د جدول په دوهم ځای کي کرار لري. اتلاتیک ماډریډ د ۲۵ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای، سویا د ۲۴ نمرو په درلودلو سره څلورم ځای او ریال سوسیداد بیا د ۲۳ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.