لینکه: مریم محمدي
بادام له مینرالونو ډک دي او د ونو څخه په ترلاسه کیدونکو وچو میوو کې تر ټولو غوره وچه میوه ده. بادام د ویټامین E کلسیم، مګنیزم او پوتاشیم له پلوه غني دي. بادام نه یوازې د مغز حجرو ته ښه دي بلکې ډیرې نورې روغتیايي ګټې هم لري.
دا چې ولې بادام له خوړولو مخکې لانده کړو، دلته به یې په ګټو پوه شئ:
کله چې بادام خورئ لمړی یې لانده کړئ په د لندو بادامو ګټې له وچو ډیرې دي.
د بادام د خوړو لپاره غوره طریقه دا ده چې هر ورځ یې لنده کړئ، ځکه په بادام کې شته (مس ریبوفلاوین منگنز) میټابابیزم زیاته وي.
د ورځې څلور دانې د لندو بادامو خوړل ستاسو په ورځني غذايي ریژیم کې ځینې حیاتي مغذي مواد ورزیاتولی شي.
لنده شوي بادامو کې موجود ويټامين اي (A) اوکلسیم د وينې کولسټرول کموي.
معدني مواد، ویټامین او فاسفورس په بادام کې شته چې د غاښونو په سلامتیا کې مرسته کوي همدا رنګه لانده بادام مغز فعاله کوي.
بادام په زیاته اندازه مګنیزم لري کچیرې لنده یا خیشته شوي وخوړل شي د زړه حملې او وینې د فشار په کنټرول کې مهم رول لري.
کوښښ وکړئ چې بادام د خوړو رژیم کې مو ځای وکړئ ځکه چې د کلمو له سرطان نه مو ژغوري.
لنده بادام د هضم لپاره خورا ګتور دي، همدا راز مغذي یا وچه میوه د بدن په روغتیا ښه اغیزه لري. په کار ده چې بادام لنده شي، بې له پوستکي یې وخورئ، ځکه چې ګټه یې لا ډیره ده.
د یاد شویو ګټو سربېره بادام د پوستکي د ښکلا او صحت لپاره، د سرطان د ناروغۍ مخ نيوي، د بدن د اضافي وزن د کمولو او د قبضيت د له منځه وړلو لپاره ګټور دي، باید ووایو، که چیرې بادام تر اندازې زيات وخوړل شي، د مختلفو ناروغيو لامل کېداى شي.