امریکايي رسنۍ: د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

افغانستان کې د بایډن ناکامي د هغه محبوبیت کم کړی دی.

امریکایي رسنۍ وایي له هغه وروسته چې بایډن په افغانستان کې امریکا له شرم او ماتې سره مخ کړه، په امریکا کې د نوموړي محبوبیت کم شوی دی او په سیاسي مجلسونو کې د نوموړي پر واکمنۍ سختې نیوکې روانې دي.

امریکايي سیاستوال په دې باور دي چې بایډن د امریکا یو ناکام ولسمشر دی، چې لومړی یې امریکا په افغانستان کې له ماتې او شرم سره مخ کړه او اوس د هغه د بې کفایتۍ له امله روسیې پر اوکراین برید وکړ.

امریکايي رسنۍ وایي څومره چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي دومره په امریکا کې پر بایډن فشارونه او نیوکې ډېرېږي.

له دې سره جوخت د اوکراین کړکېچ هم بایډن له سختو فشارونو سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې هندوستان د امریکا متحده ایالتو هغه غوښتنه رد کړې ده چي غوښتل یې هند دې په ملګرو ملتونو کي د روسیې پرضد او د اوکراین په ملاتړ خپله رایه ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي