کرکیټ؛ د افغان لوبغاړو اختریز انځورونه!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان اتلانه هم د اختر خوښۍ له کورنیو سره یو ځای په خپلو کورونو کي لمانځي او هڅه کوي د کرنتین اُصول مراعت کړي.
بورډ وايي، چي ملي لوبغاړي د کرنتین د اُصولو مراعتولو په موخه بهر ته له تګه ډډه کوي او ټول خپل اختر له خپلو کورنیو سره په کورونو کي لمانځي.
افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د نجیب الله ځدران، محمدنبي عسی خېل، ګلبدین نایب، مجیب ځدران، راشدخان آرمان، سمیع الله شینواري، رحمت شاه زرمتي، رحمن الله ګربز، قیس احمد، شراف الدین اشرف، میرویس اشرف، افسر ځاځي او حضرت الله ځاځي اختریز انځورونه خپاره کړي.

بورډ د یادو انځورو سره لیکلي:
«د اختر دويمه او افغان اتلان:
افغان اتلان هم د اختر‌ خوښۍ له کورنيو سره يو ځای په خپلو کورونو کې لمانځي او د کرنتين اصولو د مراعاتولو په موخه بهر ته له تګ ډډه کوي. خدای متعال دې زموږ او ستاسو د عبادتونو او دعاګانو په توسل د کورونا وبا او نورې ناروغۍ ورکې کړي، ترڅو ورته خوښۍ په ګډه سره ولمانځو.»

موږ تاسي ته د افغان لوبغاړو انځوره راخیستي:
افغان لوبغاړی نجیب الله ځدران؛

افغان لوبغاړی محمدنبي عسی خېل؛

افغان لوبغاړی ګلبدین نایب او د هغه زوی؛

افغان لوبغاړی مجیب ځدران؛

افغان لوبغاړی راشدخان آرمان؛

افغان لوبغاړی سمیع الله شینواری؛

افغان لوبغاړی رحمت شاه زرمتی؛

افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز؛

افغان لوبغاړی قیس احمد؛

افغان لوبغاړي میرویس اشرف او شراف الدین اشرف؛

افغان لوبغاړی افسر ځاځی؛

افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی؛