لیکنه: سمیع الله درانی
په دې لیکنه کې د هغو توپوهونکو په اړه معلومات درکوو، چې له لومړي مقام څخه تر یوولسم مقام پورې ښې منډې کړي دي.
متیو هایډن
دی د اسټرالیا پیلوونکی توپوهونکو، چې ۲۰۰۳م کې یې د زِمبابوې پر وړاندې ۳۸۰ منډې وکړې او د اوپنر په توګه یې لوړې منډې دي.
لېن هټن
د انګلستان پخوانی توپوهونکی دی، چې ۱۹۳۸م کې یې د اسټرالیا خلاف ۳۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دیارلس ساعته او ۱۷ دقیقې یې د دوو ورځو په اوږدو کې لوبه وکړه او بیا ډېکلېئر شو.
برېن لارا
برېن لارا د ویسټ انډیز اوپنر توپوهونکی و، چې ۲۰۰۴م کې یې د انګلستان پر وړاندې یې ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د نړۍ په کچه لومړی توپوهونکی دی، چې په ټېسټ لوبه کې د دا ریکارډ لري.
مهېلا جایاوردنی
جایاوردنی د سریلانکا مهم توپوهونکی و، چې ۲۰۰۶م کې یې د سویلي افریقا پر وړاندې ۳۷۴ منډې وکړې، ۴۳ څلوریزې او یوه یې شپږیزه وهلې وه.
مایکل کلارک
مایکل کلارک د اسټرالیا لوبډلمشر و، ده په ۲۰۱۲م کې د هندوستان پر وړاندې ۳۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نوموړي ۳۹ څلوریزې او یوه شپږیزه وهلې وه.
بېن سټوکس
بېن سټوکس د انګلستان کیڼ لاسی توپوهونکی دی، چې په ښي لاس توپ اچونه هم کوي.
ده په ۲۰۱۶م کې د سویلي افریقا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې په ۱۹۸ توپونو ۲۵۸ منډې وکړې.
دی یوازینی توپوهونکو و، چې د انګلستان د کرکټ په تاریخ کې یې چټکې غبرګې سلیزې ووهلې.
ډونلډ براډمن
ډونلډ براډمن د اسټرالیا پخوانی کرکټ لوبغاړی و، چې ۱۹۳۷م کې یې د انګلستان پر وړاندې ۲۷۰ منډې کړي.
ده په اووم مقام توپوهنې سره دا منډې وکړې.
وسیم اکرم
د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی کیڼ لاسی الراونډر و، چې په ۱۹۹۶م کې یې د زِمبابوې پر وړاندې ۲۵۷ منډې وکړې، ۲۲ یې څلوریزې او ۱۲ یې شپږیزې وهلې وې.
ایئن سمېت
د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې توپوهونکی و، چې په ۱۹۹۰م کې یې د هندوستان پر وړاندې ۱۷۳ منډې کړې وې.
دی په نهم نمبر توپوهنې ته راغلی و.
۲۳ څلوریزې او ۳ یې شپږیزې وهلې وې.
والټر وېلیم رِیډ
والټر ویلیم ریډ ۱۸۸۴ م کې د اسټرالیا خلاف ۱۱۷ منډې وکړې، دی په لسم نمبر توپوهنې ته راښکته شوی و او ۱۵۵ توپونه یې ولوبول.
اشټن اګر
اشټن اګر د اسټرالیا کیڼ لاسی الراونډر دی، چې په یوولسم نمبر توپوهنې ته راغلی و او په وروستۍ وېکټ یې ۲۰۱۳ م کې د انګلستان پر وړاندې ۹۸ منډې وکړې.