د افغانستان ماته او د ویسټ انډیز بری!

رنګین تجريدي ډیزاین

افغانستان به مخکې ویسټ انډیز ماتاوه او ویسټ انډیز به ترې وېره لرله؛ خو وړمه ورځ یې ولې افغانستان مات کړ؟
څو زما په نظر به څو لاملونه درسره شریک کړم !
ستاسې به په یاد وي، چې د اکټوبر په میاشت کې د افغان کرکټ بورډ له خوا د ویسټ انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو نوملړونه اعلان شول.
دغو سکواډونو کې د ځېنو لوبغاړو نشتون، خپله نه اخېستل شوي لوبغاړي او هېوادوال خفه او د کرکټ بورډ له غوراوي کمېټې څخه ناهیلي کړل.
منیر احمد کاکړ ان تر دې نهیلي شو، چې د کرکټ د پرېښودو تکل یې وکړ، نورعلي ځدران چې په شپږیزه لیګ کې ښه وځلېد؛ خو د ویسټ انډیز خلاف لوبو کې یې ځای ونه شو.
نجات مسعود چې ښه بالېنګ وکړ، په لوبډله کې وانخېستل شو، شاپور ځدران هم ښه توپ اچونه وکړه، بلاک بالونه یې په زړه پورې وو؛ خو لوبډلې ته یې لار پېدا نه کړه.
د دې سربېره د غوراوي کمېټې ځېنې ځوان لوبغاړي لکه ابراهیم ځدران، رحمان الله ګُربز، نوین الحق او نور په لوبډله کې واخېستل، خو ابراهیم ځدران پرون په ۱۱ کسیز سکواډ کې نه و.
په فول سکواډ یا بشپړ نوملړ کې د ځوانو لوبغاړو اخېستل د غوراوي کمېټې هنر دی، هغه دا چې کمېټه غواړي په دې ډول د خلکو له خولو او خبرو ځان وساتي، تر څو د خلکو خوله ور وانه وړي؛ خو ځوان لوبغاړي په ۱۱ کسیز سکواډ کې یې بیا لوبول ستونزمن دي.
پرون مو ولیدل چې ابراهیم ځدران په لوبډله کې نه و، بیا هم تکراري لوبغاړي ولوبېدل او نتیجه یې صفر وه.
تاسې ابراهیم ځدران په شپږیزه لیګ کې ولید چې څومره سټایلېش شاټونه یې ووهل، ښه فوم او ټچ کې و، پنځه غوره توپ وهونکو کې شامل و؛ خو دا چې لوبډله یې تر پلی اف او فاینل ونه رسېده؛ نو ده ته هم د زیاتې توپ وهنې چانس په لاس ورنغلو.
پر ویسټ انډیز د لوبې بایللو ستر علت همدا و، چې لوبغاړي مو درست نه دي انتخاب کړي او پرون مو د تبصرې پر مهال ډېر داسې فېسبوکي پېغامونه ترلاسه کړل، چې هېوادوال پکې له غوراوي کمېټې ناخوښه وو.
محمد صادق سهاک چې د افغان لوبډلې سرسخت مینوال دی، د سمیع الله شینواري، ابراهیم ځدران، نورعلي ځدران او نورو ځوانو لوبغاړو نه لوبول د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې ناسمه پرېکړه بولي.
دوهم د ۱۱ کسیز سکواډ لپاره د لوبغاړو انتخاب دی، مونږ حضرت الله ځاځی ولید، چې شپږیزه لیګ کې پوره اوټ فام و، هیڅ شاټ یې نه شو وهلی او ژر اوټېده.
خو د اوټ فوم سربېره هغه په شل اوریز او یو ورځنیو لوبو نوملړونو کې اخېستل شوی دی، لومړی خو باید هیڅ چانس نه وای ورکړل شوی او که چانس ورکول کېده هم، بیا یې باید یواځې شل اوریزو لوبو کې اخېستی وای.
که د ځاځي پرځای راتلونکې لوبه کې ابراهیم ځدران ولوبوي، پایله به یې ښه وي.
ځاځی تخنیکي لوبغاړی نه دی، فوټ ورک یې نشته او شاټونه یې ۹۹ سلنه په لېګ سټم دي، د اف سټم توپ لوبولو سره پوره ستونزه لري او په هر توپ د شاټ وهلو هڅه کوي، داسې توپ وهونکي په دې شرط چې فوم کې وي، د شل اوریزو لوبو لپاره فېټ او ښه وي.
بله ستونزه د فسټ بالېنګ ده، پرون مونږ سره یواځې یو فسټ بالر و، چې هغه هم نوین الحق و، نو نسبت سپین بال ته پروني ویشتن ځای باندې فسټ بالېنګ بریالی و؛ د هغوی فسټ بالرانو شېلډن کاټرېل او جېسن هولډر افغان لوبډله له لومړي سره کابو کړه او افغان توپ وهونکي یې له ستونزو سره مخ کړل.

زمونږ ډېر ناز په سپېن بالېنګ کې په محمدنبي او راشدخان دی، خو هر وخت داسې نه وي، چې سپېن بال به بریالی وي، په سپېن بالېنګ کې یواځې مجیب الرحمن زبردسته توپ اچونه وکړه او ویسټ انډیزیان یې له ستونزو سره مخ کړي وو.
خو زه بیا هم بالېنګ نه ملامتوم، ملامته بېټېنګ دی، چې سم سلېکشن پکې نه دی شوی، ګلبدین نایب هم په توپ وهنه او هم په توپ اچونه کې دومره بریالی نه و، که د ده پرځای یو توپ وهونکی لوبډلې ته وراضافه شي؛ نو بېټېنګ لاین به ورسره ښه او ځواکمن شي.
د ده پرځای هند ته په تللو لوبغاړو کې، ښه بدیل شرف الدین اشرف کېدای شي.
توپ وهنه کې بله ستونزه دا ده، چې زمونږ لوبغاړي کله هم نیمه سلیزه پوره کړي بیا نو داسې وي، چې شاټونو ته وخت زیات ورکوي او حال دا چې لوبغاړي باید وروسته لوبډله هم وسنجوي، چې وروسته لوبغاړي څومره باوري دي؟
پرون چې رحمت شاه په ۶۱ منډو لوبېده، یو غېرې ذمه وار شاټ وهلو هڅه یې وکړه، په سپین بالر باندې سکوپ پېډل شاټ وهل، تل د توپ وهونکي لپاره منفي پایله لرلی شي، رحمت شاه هم په همدغسې شاټ کې ناکام شو او کېچ ترې ووت.
که رحمت شاه لږ په حوصله لوبېدلی وای، تر سلیزې پورې تللی شو او د افغانستان ټارګېټ هم ورسره لوړېدای شوای.
بل پلو د اکرام علي خېل تېروتنه هم  ددې سبب شوه، چې د افغان لوبډلې د ۱۱۱ منډو ملګرتیا ستن په رن اوټ سره ونړېږي او بیا وېکټې روانې شوې.
تاسې د هغوی شی هوپ او روسټن چېس ولیدل، چې وروستیو پورې یې د غلط شاټ هڅه نه ده کړې یواځې یې له لوز یا کمزورو بالونو ګټه اخېستله او تر وروستیو شېبو پورې شی هوپ ۵ څلوریزې وهلې وې؛ نوموړی چې اوپننګ ته راغلی و، ۷۷ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او کابو درې ساعته په کریز کې ولاړ و.
بل پلو چېس چې په دریمه وېکټ راښکته شوی و، په ۹۴ منډو کې یې یواځې ۹ څلوریزې لوبولې وې.
نو حوصله دې ته وایي او باید افغان تخنیکي لوبغاړي هم دا حوصله ولري او ښه توپ وهنه مخته بوځي.
بل ستونزه دا وه، چې نجیب الله ځدران ته باید په ۵ مه یا شپږمه وېکټ وخت ورکړل شي، له هغه باید وړاندې محمدنبي راغلی وای؛ خو هغه پرون په ۴ مه وېکټ راغی او پایله یې منفي وه، نجیب باید ټیم کې د هېټر رول ولوبوي او په پنځم یا شپږم مقام باید کریز ته راشي؛ حالت ته په کتلو بیا پرېکړې بدلیدای شي.
له افغان لوبغاړو مِس فیلډ هم زیات وشو، اکرام علي خېل شا او خوا درې کېچونه ډراپ کړل او ځېنې اضافي منډې له ډګر ساتونکو هم راغلې.
خو په هرحال د ویسټ انډیز توپ وهونکو په بشپړه توګه غوره لوبه وکړه او لوبه یې هم نوش جان کړه، حق هم د هغې لوبډلې وي، څوک چې ښه لوبه کوي.
که افغان لوبډله راتلونکې لوبه ګټل غواړي، نو سلیکشن باید درست وشي او تېروتنو څخه باید جدي ډډه وکړي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.