د ویرات کوهلي او ګنګولي پرتله او د لوبو بایلل

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ۲۰۰۲م راهیسې په دوو سیریزونو کې د ویرات کولي او ګنګولي مشابهت او یو ډول پېښو سره مخ کېدونکي دي.
د دوشنبې پر ورځ د نیوزیلېنډ او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لپاره، درې یو ورځنیو او پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ پای ته ورسوله.
په دې لوبلړۍ کې هند پنځه واړه شل اوریزې لوبې وګټلې، خو نیوزیلېنډ بیا بېرته خپل غچ په پنځه لوبو سره واخیست او هندوستان یې هم په دوو لوبلړیو کې له صفر سره مخ کړه او درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې نیوزیلېنډ وګټلې.
هند پنځه شل اوریزې سر په سر وګټلې او نیوزیلېنډ یې د یوې لوبې ګټلو ته هم پرېنښوده.
خو نیوزیلېنډ د درې یو ورځنیو لوبو پرمهال هند پرېنښود چې یوه لوبه هم وګټي.
ورپسې په دوو ټېسټ لوبو کې هم هندوستان په صفر سره ماته وخوړه او په دې ډول نیوزیلېنډ هم پنځه لوبې وګټلې.
په شل اوریزو لوبو کې نیوزیلېند وایټ واش شو او په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې هندوستان وایټ واش شو.
په ټېسټ لوبو کې د نیوزیلېنډ لخوا هندوستان ته مشابه ماتې ورکړې

په ۲۰۰۲م کې د ګنګولي په لوبډلمشرۍ کې د هند کرکټ لوبډله نیوزیلېنډ ته تللې وه، چې دوه ټېسټ لوبې یې کړې وې، په دغو ټېسټ لوبو کې د دواړو لوبو ټاس یا پچې نیوزیلېنډ ګټلې وې او په ۲۰۲۰م کې د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې هم تللې لوبډلې دواړه ځلې ټاسونه وبایلل.
د ۲۰۰۲م په دواړو ټېسټ لوبو کې د هندوستان لوبډلې ماتې خوړلې وې او په ۲۰۲۰م کې یې هم دواړ ټېسټ لوبو کې ماتې وخوړې.
په ۲۰۰۲م کې هم نیوزیلېنډ لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لس وېکټو هند ته ماته ورکړې وه او په ۲۰۲۰م کې هم د هند لوبډلې لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لس وېکټو ماته وخوړه.

په ۲۰۰۲م کې د نیوزیلېنډ لوبغاړي مارک ریچارډسن ۸۹ منډې کړې وې او د ۲۰۲۰م په لومړۍ ټېسټ لوبه کې کین ویلیمسن ۸۹ منډې وکړې.
په ۲۰۰۲م کې د ګنګولي اوسط یا اورېج منډې ۷ اعشاریه ۲۵ وې او د ویرات کولي اوسط ۹ اعشاریه ۵۰ و، چې د دواړو اوسط له لسو منډو کم دی.
په ۲۰۰۲م کې ګنګولي نه و توانېدلی، چې کومه پاڼۍ کې له شلو زیاتې منډې وکړي او ویرات کولي هم همدې برخلیک سره مخ و.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.