![Untitled-9 په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2024/05/Untitled-9-678x381.jpeg)
د سټوارټ پواینټر په وروستي بال شپږیزې ایرلینډ د هالینډ خلاف بریا ته ورسید !
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په عمان کې د ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ او کوربه عمان کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د کرکټ ۴ اړخیز سیریز ترسره شو، چې پکې ایرلینډ په خپلې وروستۍ سیالۍ کې په ستونزمن حالت کې هالینډ ته ماته ورکړه.
د (کوارډینګولر) یا ۴ اړخیز سیریز پنځمې سیالۍ کې ایرلینډ دهالینډ سره په سیالۍ کې مخ و، چې پکې هالینډ لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټوبایس ویسي د ۷۸ منډو پرمټ ایرلینډ ته د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.
په ځواب لوبه کې ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پاول سټرلینګ پیل کې وبایلو، خو د کیون اوبراین او انډریو بالبیرني بهتریني ملګرتیا ایرلینډ بیرته په سیالۍ کې شامل کړ.
که څه هم د انډریو بالبیرني ۸۳ منډې د ایرلینډ په پاڼۍ کې خورا ګټورې تمامې شوې، خو سیالی د سټوارټ پواینټر لخوا په وروستي بال د شپږ منډو مهمې شپږیزې سره د ایرلینډ په ګټه تمامه کړه.
د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو دغه ۴ اړخیز سیریز د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه د سکاټلینډ او هالینډ لوبډلو په سیالۍ د هالینډ په بریا سره پیل شوی و، چې پرون پای ته ورسید.
د ۵ ورځو دوام وروسته دغه لړۍ کې ایرلینډ، سکاټلینډ او هالینډ په دوه دوه بریاوو خپلولو سره ۴ پوانیټونه ترلاسه کړل، خو سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې د لوړ نیټ رن ریټ په درلودلو سره لمړی مقام وګټلو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله د افغانستان خلاف کیدونکو درې ۲۰ اوریزه، ۵ پنځوس اوریزه او یوې ټیسټ لوبې د ترسره کیدو په موخه هندوستان ته سفر وکړي.
ټاکل شوې د دواړو افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه سیالیو لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۱ مه نیټه د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د هندوستان دهرادون کې پیل شي.