ولې توری یا Spleen لویېږي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: نسیمه محمدي
توری) (Spleen د ۲۵۰ ګرامه او د انسان د یو موټي په اندازه یو غړی دی، چې د لنفاوي دستګاه څخه شمېرل کېږي د سېنې دقفس لاندې چپ طرف ته موقعیت لري. دا کوچنی او نرم غړی د امېندوارۍ په دوران کې د وينې تولید په غاړه لري، خو د ماشوم د زېږېدو څخه مخکې دا دنده د هډوکو مغز ته سپاري او له دې وروسته د وینې تصفیه، د دفاعي سیستم پیاوړتیا د وینې د سرو او سپينو ګلبولونو څخه ساتنه کوي، خو دا غړی د میکروبونو، وېروسي عواملو یا د ځيګر ناسم فعالیت له کبله لوی او په ناروغۍ اخته کېږي.
د توري لویېدل په خپل سر د مخنیوي وړ نده، بلکه درملنه او کنترول یې د دې ناروغۍ د عاملو ناروغیو درملنې ته ګرځي.
د توري لويوالی ځینې وختونه د کلېنيکي معاینې په وخت کې یې روغتیا پال د لمس په واسطه چپ طرف ته د یوې برجستګۍ په ډول تشخیصوي، خو ځينې وختونه ډاکټر د مریض څخه د پوښتنو په پایله کې په دې ناروغۍ شکمن کېږي. که څه هم د دې ناروغۍ تشخیص د وینې د آزمایښت د وینې د سرو او سپېنو ګلبولونو شمېرلو له لارې ممکن دی، خو د سونوګرافۍ پواسطه د توري د لویوالي تشخیص په پرتله دقیق ندې.
مه هېروئ عاجله خونریزي په ناروغ کې، د درد احساس د نس پورته چپ طرف ته، پرته له ډوډۍ خوړلو د موړوالي احساس، کم خوني، د سټړیا احساس، پرله پسې مېکروبونه، بې دلیله هک کک کول، بې اشتهایي ، نفس تنګي، د یخنۍ احساس او د پوستکي خوله کېدل کېدای شي د توري د لویېدو له امله وي.
هغه کسان چې د ورزش کولو عادت نه لري کله چې ورزش کوي یا په تېزه منډه کوي د نس لاندې د بدن چپ طرف د درد احساس کوي چې دا په توري د فشار راتلو خبر ورکوي البته ډېر جدي ندې او دفع کېږي.
ولې توری لویېږي؟
کله چې د توري د لویېدو د درملنې خبره کېږي، نو د متخصصانو ذهن د دې ناروغۍ درملنې او هغه ثانوي ناروغیو چې د دې ناروغۍ لامل ګرځي، اوړي.
د توري لویېدل زیاتره مېکروبي، ویروسي او باکتریایي لاملونه لري په دویمه درجه کې د وینې د جریان ستونزې او د ځيګر د ناسمو فعالیتونو پورې اړوند کېږي، په دې معنا که ځیګر د ستونزې او التهاب سره مخ شي په توري فشار راوړي په ځينو مواردو کې، روماتیزم، د تالاسمي ډولونه او حتی بعضې وختونه د توري تومورونه د توري د لویېدو سبب ګرځي.
پوه شئ له هغو مېکروبونو څخه چې د توري د لویېدو لامل ګرځي، وېروسي مېکروبونه لکه مونوکلیوز(یوه له ساري او لېږدودونکې وېروسي ناروغي په تنفسي سېستم، ځیګر او لمفاوي دستګاه دي چې ډېر کله ځوانان پرې اخته کېږي)، باکتریایي مېکروبونه لکه سفلس یا د زړه د داخلي پردې مېکروبي کېدل او ملاریا دي.
د کمخونۍ ډولونه او د وينې سرطان د توري یا ځيګر پر رګ د فشار راتلل د توري د غټېدو لامل ګرځي.
له توري پرته ژوند:
د پام وړ ټکي د توري د لویېدو د درملنې په برخه کې دا دي چې ډېری خلک کولای شي هغه ثانوي ناروغۍ چې ستونزې سبب شوي، تداوي او د مېکروبي ناروغیو څخه وقایه اغېزناکه ده او ځینې نور باید جراحي عمل ته غاړه کېږدي او دا غړی له بدنه لرې کړي.
هغه ډله خلک چې د دې ستونزې سره مخ دي باید له حرفه یې او دروند ورزش ډډه وکړي، که د توري لویېدل تشخیص شول، لومړی باید روغتیا پال د دې ناروغۍ سره اړونده نورو ناروغیو درملنه، او په وروستۍ مرحله کې د جراحۍ په اړه فکر وکړي.
البته هر انسان کولای شي پرته له توري ژوند وکړي، خو دا ډله بیا د زیاتره د مېکروبي ناروغیو د خطر سره مخ وي له جراحي عمل څخه مخکې باید دغه ناروغان د ذات الریه واکسین تطبیق کړي. دا واکسین د وینې، هډوکو او مفاصلو د مېکروبي کېدو څخه مخنیوی کوي. دا کسان نه یواځې دا چې هغو سیمو ته له تللو ډډه وکړي، چې د ملاریا احتمال هلته ډېر وي بلکه خپلې فردي روغتیا په دقت سره وساتي او په مېکروبي ناروغیو اخته کسانو څخه لرې والی وکړي.
په یاد ولرئ چې د بدن چپ طرف د نس د پاسه د درد احساس کوئ، په ځانګړي توګه که دا درد شدید وي یا د ژور نفس ایستلو وخت کې بدتر شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.